د اروپا دمالی لاروچارواینسټکس معاملات اجرائی شوی دی
عباس عراقچی په دې خبرې په ټینګار سره چې اروپائی هیوادونه باید دایران د تیلو پیر پلور موضوع په جدی توګه په نظر کې ونیسی ، زیاته کړې ، د اراک د ریئکټر د موضوع په باب هم پرمختګونه شوی او ټولو غړو ژمنه کړې ده چې په مشخص شوی مهال ویش کې ددغه نوی ریئکټر جوړیدا پای ته ورسوی .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ګډ کمیشن دغونډې په باب چې بیګا په ویانا کې ترسره شوی ، دخبریالانو په ټول کې ووئیل ، که څه هم درو اروپائی هیوادونو د اینسټکس نظام په باب یو لړ اقدامات ترسره کړی دی ، خو دغه اقدامات تر دې دمه د ایران له غوښتنو سره ډیر واټن لری .
عراقچی همداراز ددې خبرې په کولو سره چې له نورو لورو سره موافقه شوې څو د خارجه وزیرانو په سویه د ایټمی موافقې دګډ کمیشن غونډه ترسره شی ، ووئیل،دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په باب د تهران ددریځ دبدلولو لپاره په دغو خبرواترو کې ترسره شوی پرمختګ کافی نه دی .
د ایران مرستیال خارجه وزیر ووئیل نور اروپائی هیوادونه هم دلچسپی لری څو د ونډه لرونکو په توګه له دغه مالی میکانزم سره یو ځای شی ، اوس اینسټکس نظام پر درستو اروپائی هیوادونو پرانیستل شوی او دوی له دې لارې له ایران سره معامله کولی شی .