IAEA د ایران د یورانیمو د زیرمه کولو زیاتیداتائید کړه
له جامعې ایټمی موافقې څخه دامریکا دوتلو له یوه کال تیریدا او دغه راز ددغه پروګرام په اجرا کې دلویدیځی هیوادونو له خوا د بدعهدۍ له دوام سره سره ، د پاخو شوو یورانیمو دسوئې دزیاتیدا په باب د ا یران په ځنډ سره اقدام ، د نړیوالو او لویدیځی لورو له غبرګونونو سره مخ شوی دی .
روئیټرز خبری آژانس راپورورکړ د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس یوه ویندوی بیګا یوې اعلامیې په خپرولو سره ، په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې د مشخص شوو درې اعشاریه اوه شپیت فی صدی اندازې سره د پاخو شوو یورانیموله درې سوه کلوګرام اندازې دایران د یورانیمو دزیرمه کولو زیاتیدا تائید کړې ده .
د ایټمی آژانس دغه ویندوی وئیلی دی ،یو کیاآمانو د واکمنې شورا غړو ته اطلاع ورکړې ده آژانس ، په جامعې ایټمی موافقې کې له ټاکل شوی اندازې د ایران دیورانیمو دزیرمه کولو زیاتیدا تائیدوی .
داپه داسې حال کې دی چې له جامعې ایټمی موافقې څخه دامریکا دوتلو له یوه کال تیریدا او دغه راز ددغه پروګرام په اجرا کې دلویدیځی هیوادونو له خوا د بدعهدۍ له دوام سره سره ، د پاخو شوو یورانیمو دسوئې دزیاتیدا په باب د ا یران په ځنډ سره اقدام ،د نړیوالو او لویدیځی لورو له غبرګونونو سره مخ شوی دی .
زمونږخبریال راپور راکړی ، سپینې ماڼۍ دایران ددغې وروستۍ فیصلې په غبرګون کې دیوې اعلامیې په صادرولو سره نړیوالې ایټمی موافقې ته د ایران دپابندۍ غوښتنه کړې ده ، حال دا چې پخپله له دغې نړیوالې ایټةی موافقې یو کال مخکې په یواړخیز ډ ول وتلې ده .کاخ سف
داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست دمسئولې میرمن فډریکا موګرینی ویندوئې مایا کوتسیانچیچ هم پرون ناوخته وئیلی دی ، اروپائی اتحادیه له ایرانه غواړی ، څو دغه زیاتیدا دې پخواڼی سوئې ته بیرته وګرځوی .
د ملګروملتو د سرمنشی ویندوی هم د پاخو شوو یورانیمو د زیرمو کولو زیاتیدا لپاره د ایران د فیصلې په غبرګون کې وئیلی دی ، دغه اورګان تل یوې ډیپلوټیکې بریا په توګه د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې پر ساتلو ټینګار کوی او له درستو لورو غواړی ،څو ددې په اجرا کولو کې دې ملګرتیا وکړی ، خو د امریکا په یواړخیز وتلو سره په عملی توګه نړیوالې لارې چارې ناکاره شوی دی .