ایرانیان په ټول تاریخ کښې د دښمنانو په وړاندې اودریدلې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83145-ایرانیان_په_ټول_تاریخ_کښې_د_دښمنانو_په_وړاندې_اودریدلې_دي
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: ایرانیانو د تاریخ په اوږدو کښې تل په کلکې ارادې سره د دښمنانو په وړاندې اودریدنه او مقاومت کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 02, 2019 10:54 Asia/Kabul
  • ایرانیان په ټول تاریخ کښې د دښمنانو په وړاندې اودریدلې دي

د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: ایرانیانو د تاریخ په اوږدو کښې تل په کلکې ارادې سره د دښمنانو په وړاندې اودریدنه او مقاومت کړی دی.

د ایران د پارلیمان مشر علي لاریجاني نن په تهران کښې، د ایران پر مسافري الوتکې د امریکې د جنګي بیړۍ د حملې د شهیدانو د درنښت په دستورو کښې، په ایران کښې د امیرکې جنایتونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایران ولس د ۱۹۵۳ کال د آګست د میاشتې یعنې د زمري د اتویشتمې د کودتا، د عراق د بعث رژیم د ختم شوي ډیکټاټور صدام د حملې او په فارس خلیج کښې د ایران پر مسافر وړونکې الوتکو د برید به شمول د امریکې جنایتونه نه دي هیر کړي.

لاریجاني د امریکې د ایراني ضده بندیزونو په یادولو سره زیاته کړه: امریکایانو فکر کوه چې د ایران ولس به په ګواښ سره تسلیم شي او کوی شي چې د ایران کورني حالات هم خراب کړي خو دوي تیروتي دي.

د ایران د اسلامي شورا مشر په لویدیځې آسیا کښې د امریکې ماتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: امریکې د ایراني ضده ائتلاف د جوړولو ډیر کوشش وکړ خو په دې لړ کښې یې هم کامیابي ترلاسه نه کړه.

د ویلو ده چې د ۱۹۸۸ کال د جولایۍ په دریمه نیټه د ایران هغه مسافري الوتکه چې له بندر عباسه د دبئ په لور روانه وه، د فارس خلیج د پاسه د امریکې د (یو، ایس، ایس وینسنس نومې جنګي کشتۍ لخوا په دوو توغندویو وویشتله شوه چې له امله په هغې کښې سپاره ۲۹۰ مسافر او خدمه شهیدان شول.

په دغه الوتکه کښې ۶۶ ماشومان، ۵۳ ښځې او ۴۶ تنه د بهرنیو هیوادونو ښاریز سپاره وو.