د عراق د حکومت او ولس ملاتړ د ایران اصولي سیاست دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83184-د_عراق_د_حکومت_او_ولس_ملاتړ_د_ایران_اصولي_سیاست_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر د عراق د نوي دفاع وزیر د ګمارل کیدو په مبارکۍ ویلو سره د دې دواړو هیوادونو د دفاعي او پوځي ملګرتیا له مخکې نه په زیاتې پراختیا او پياوړتیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2019 10:34 Asia/Kabul
  • د عراق د حکومت او ولس ملاتړ د ایران اصولي سیاست دی

د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر د عراق د نوي دفاع وزیر د ګمارل کیدو په مبارکۍ ویلو سره د دې دواړو هیوادونو د دفاعي او پوځي ملګرتیا له مخکې نه په زیاتې پراختیا او پياوړتیا ټینګار وکړ.

جنرال امیر حاتمي د عراق له نوي دفاع وزیر نجاح حسن علي الشِمِري سره په ټیلیفوني خبرو کښې په دې خبرې سره چې د عراق له حکومت او ولسه ملاتړ د ایران د اسلامي جمهوریت د اصولي سیاست برخه ده، وویل: د عراق امنیت، ثبات او پرمختګ د سیمې په صلاح او ګټه دی.

د ایران دفاع وزیر هم داشان عراق یو داسې ګاونډی او دوست هیواد وباله چې له ایران سره ډیرې لرغونې او زیات مذهبي، ټولنیز او تمدني اشتراکات لري.

جنرال حاتمي په عراق کښې ترهګرو ډلو ته په ماتې ورولو کښې په دغه هیواد کښې د ثبات او امنیت په ټینګولو کښې د عراق د وسله والو ځواکونو رول ته په اشارې سره څرګنده کړه: د عراق ولس باید پر خپلو وسله والو ځواکونو ویاړ وکړي ځکه چې دا حماسه په تاریخ کښې هیڅ کله نه هیریږي.

هغه د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په ضرورت باندې په ټینګار سره د عراق نوي دفاع وزیر ته، ایران ته د سفر راکولو بلنه وکړه.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د عراق دفاع وزیر نجاح حسن علي الشمِري هم له ترهګرو ډلو سره د عراق د حکومت او ولس په مبارز کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ارزښتناکو دریځونو او ملاتړونو په قدرونې سره وویل چې دواړه ورور او ملګري هیوادونه ډیرې ګډې ګټې لري او د دواړو هیوادونو امنیت او ثبات په یو بل پورې تړلی دی.