د ايران د نوي برجامي تحرک په اړه د امريکې انفعالي غبرګون
د ۲۰۱۸ کال په مۍ کښې له برجام ايټمي موافقې څخه د امريکې د غېر قانوني وتلو باوجود د امريکې چارواکي د برجامي ژمنو د اجراء د کمولو په زمينه کښې د ايران د اقداماتو په باره کښې په خپلو دريځو نيونو او غبرګونونو کښې اندېښنه څرګندوي.
د برجام اروپائي لورو ته د شپېتۀ ورځني ضرب الاجل له تېرېدو وروسته د جولائي په اومه نېټه د تهران اقدام يعني د يورانيمو پخول د 3.67 فيصده له سطحې د تېرېدو اعلاند امريکائي چارواکو له انفعالي غبرګون سره مخامخ شوے دے. د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران د يورانيمو د پخولو د سطحې د لوړولو په غبرګونو کښې وويل، ښه دا ده چې ايران زيات خيال وساتي. د امريکې نورو لوړ رتبه چاروکو هم په دې باره کښې د خبرداري ورکونکو غرګونونو ښودنه وکړه. منجمله د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو د ايران د نوې فېصلې په اړه غبرګون وښود. پومپئوپه خپله ټوئيټر پاڼه کښې وليکل: «د خپل اېټمي پروګرام د پراخولو لپاره د ايران نوې اقدام به د ايران رژيم په خلاف د د لا زياتو بنديزونو او ګوښه کېدو سبب شي. هېوادونه پکار دي د ايران د ايټمي پروګرام لپاره د يورانيمو نه پخولو پخوانے معيار راژوندے کړي. د ايران رژيم به په ايټمي جنګ اوزارونو د سنبالښت په صورت کښې د دنيا لپاره يو ډېر لوے خطر وي.»
ايران تر اوسه په دويم ګام کښې د برجام په ايټمي موافقه کښې خپلې ژمنې کمې کړې او د جولائۍ له اومې نېټې راهسې يې د نورو لورود ژمنو د اجرائي کېدو لپاره يو بل شپېتۀ ورځنے ضرب الاجل صادر کړے دے. تهران وويل چې په داسې صورت کښې چې په حالت کښې څه بدلون رامنځته نه شي له شپېتو ورځو نه پس به دريم ګام اوچت کړي.
په حقيقت کښې امريکايانو تل دا خيال کوۀ چې له برجامه د ټرمپ د حکومت د وتلو او د ايران په خلاف د امريکې له بائيکاټونو سره د مقابلې لپاره د لارو چارو د برابرولو په باره کښې په خپلو وعدو د عمل کولو لپاره د اروپائي لورو د نه توجيهېدونکې سستۍ باوجود تهران د څه خاص اقدام ښودنه نه ده کړې او يوازې به د اروپائي اتحاديې او اروپائي ټرويکا يعنې جرمني، فرانسې او برطانيې وعدو ته زړۀ خوشحال کړي. خو د ايران وروستے برجامي تحرک نه يوازې د اروپايانو د حېرانۍ سب شو بلکه امريکائي چارواکي يې هم په حېرت کښې اچولي او د هغوي د هېجاني او انفعالي غبرګونونو سبب شوي دي. البته د اروپايانو غبرګونونه اټکل کېدونکي وو. اروپائي ټرويکا رسمي چارواکو د برجامي ژمنو د کمولو په اړه د ايران د نويو فېصلو په باره کښې په خپلو نظر څرګندونو کښې اندېښنه څرګنده کړې او له تهرانه يې وغوښتل چې زر تر زره خپل ټول فعاليتونه اودروي او مخکښيني حالت ته دې وګرځي. هغوي له ايران سره د خپلو ژمنو او قولونو په اړه هيڅ خبره نه ده کړې.
د پام وړ ټکےپه خاصه توګه د يورانيمو د پخولو له 3.67 فيصدو نه اوچتې سطحې ته د يورانيمو د پخولو د زياتولو برخليک ټاکونکې مسئله کښې دے. په ظاهره هغوي خيال کوۀ چې ايران به د واشنګټن د بائيکاټي اقداماتو او د اروپايانو د بې عملۍ په وړاندې د هيڅ اقدام ښودنه ونه کړي. دا مسئله ښودنه کوي چې د ټرمپ حکومت د ايران او د تهران د فېصلو په اړه هيڅ صحيح او حقيقي شناخت نه لري او حقائقو ته د پاملرنې په ځاےيوازې په اوهامو او تصوراتو کښې ډوب دي.
په هر حال ايران خپل برجامي اقدامات په پلان شوي شکل او قدم په قدم مخ په وړاندې بيائي. داسې تحرکات چې له برجامه په وتلو سره د امريکې د غېر قانوني اقدام، د ايران په خلاف ايټمي بنديزونو د بيا لګولو او د اروپايانو د بدقولۍ په غبرګون کښې رامنځته شوي دي. که اروپا د برجام د ژوند د دوام غوښتونکې وي نو پکار دي زر تر زره دې د ايران په خلاف د امريکې د بنديزونو د شنډولو لپاره د نظر وړ تدابيرو د اجرائي کولو په زمنيه کښې په خپلو جدي او موثره اقداماتو عمل وکړي.
-------