د ایرانیو حاجیانو لومړنۍ ډله نن دعربستان مدینې ته روانه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83266-د_ایرانیو_حاجیانو_لومړنۍ_ډله_نن_دعربستان_مدینې_ته_روانه_شوه
د حج تمتع په معنوی سفر کې سږکال د ایران کابو شپږ اتیازره پنځه سوه حاجیان د وحی ټاټوبی ته مشرف کیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 08, 2019 11:09 Asia/Kabul
  • د ایرانیو حاجیانو لومړنۍ ډله نن  دعربستان  مدینې ته روانه شوه

د حج تمتع په معنوی سفر کې سږکال د ایران کابو شپږ اتیازره پنځه سوه حاجیان د وحی ټاټوبی ته مشرف کیږی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  د ایرانیو حاجیانو لومړڼۍ شل کسیزه ډله  نن  د تهران له امام خمینی هوائی ډګره  دعربستان مدینې منورې ته وخوځیدله .

دایرانیو حاجیانو ددغې لومړنۍ ډلې بدرګه  د ا یرانیو حاجیانو سرپرست او د حج اوزیارتونو په چارو کې د ولی فقیه استازی حجةالاسلام  سید عبدالفتاح  نواب او د  ایران د حج او زیارتونو د ادارې مشر علی رضا رشیدیان وکړه.

    حجةالاسلام نواب په دغو دستورو کې  ددې خبرې په کولو سره چې   حاجیان  د  حج په مناسکو  اوشپو ورځو کې  دمستکبرانو د دسیسو  شنډونکی  او  دملت  سفیران دی ،ووئیل،که  نن سبا ایران په نړۍ کې  د وئیلو لپاره څه لری ، نو  دمونږ د ولس  د اقتدار او ولس  په وسیله دی  چې تر دې دمه  په یوزړتوب  او یو موټیتوب سره ئې د دښمنانو درستې دسیسې شنډې کړی دی .

 دحج تمتع په معنوی سفر کې سږکال   دایران  کابو شپږ اتیازره پنځه سوه حاجیان  د وحی ټاټوبی ته مشرف کیږی .