د ایرانیو حاجیانو لومړنۍ ډله نن دعربستان مدینې ته روانه شوه
د حج تمتع په معنوی سفر کې سږکال د ایران کابو شپږ اتیازره پنځه سوه حاجیان د وحی ټاټوبی ته مشرف کیږی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د ایرانیو حاجیانو لومړڼۍ شل کسیزه ډله نن د تهران له امام خمینی هوائی ډګره دعربستان مدینې منورې ته وخوځیدله .
دایرانیو حاجیانو ددغې لومړنۍ ډلې بدرګه د ا یرانیو حاجیانو سرپرست او د حج اوزیارتونو په چارو کې د ولی فقیه استازی حجةالاسلام سید عبدالفتاح نواب او د ایران د حج او زیارتونو د ادارې مشر علی رضا رشیدیان وکړه.
حجةالاسلام نواب په دغو دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې حاجیان د حج په مناسکو اوشپو ورځو کې دمستکبرانو د دسیسو شنډونکی او دملت سفیران دی ،ووئیل،که نن سبا ایران په نړۍ کې د وئیلو لپاره څه لری ، نو دمونږ د ولس د اقتدار او ولس په وسیله دی چې تر دې دمه په یوزړتوب او یو موټیتوب سره ئې د دښمنانو درستې دسیسې شنډې کړی دی .
دحج تمتع په معنوی سفر کې سږکال دایران کابو شپږ اتیازره پنځه سوه حاجیان د وحی ټاټوبی ته مشرف کیږی .