اسلامی ایران دبندیز په شرائطوکې له امریکاسره خبراترې نه کوی
کاظم غریب آبادی د بندیز په شرائطو کې له امریکا سره دایران دخبرواترو امکان رد کړ او وې وئیل،د امریکا د کلنګ اخستو او د بندیزونو د اعمالولو په علت له ایران سره ملګرتیا او تجارت ډیرسخت شوی دی او ددغه شان وضعیّت دوام د ایران لپاره هیڅکله هم دمنلو وړ نه دی .
په ویاناکې په نړیوالو اورګانونو کې داسلامی ایران دایمی سفیر اواستازی کاظم غریب آبادی د ایران اوامریکا د پوځی مخامخیدنې داحتمال په باب د جرمنی له دی زایت اونیزې سره په خبرو کې ټینګار کړی ،تهران په جنګ پسې نه دی ، خو امریکا پوهیږی ، چې ایران څومره قدرتمند دی اود مقابلې لپاره څه څه آوزارونه لری .
کاظم غریب آبادی د بندیز په شرائطو کې له امریکا سره دایران دخبرواترو امکان رد کړ او وې وئیل ، د امریکا د کلنګ اخستو او د بندیزونو د اعمالولو په علت له ایران سره ملګرتیا او تجارت ډیر سخت شوی دی او ددغه شان وضعیّت دوام د ایران لپاره هیڅکله هم دمنلو وړ نه دی .
دا په داسې حال کې دی چې د ایران د ایټمی انرژۍ دادارې ویندوی بهروز کمالوندی پرون په تهران کې د ایټمی امنیت د معمارۍ دسیمه ایز ورکشاپ د لومړنۍ ناستې په پایزو دستورو کې د سیفګارډز، امنیت او سیکیوریټی بیلابیلو اړخونو ته په اشارې سره ټینګار کړی ،امریکا په داسې حال کې اعلان کړی ، چې ایران د جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې شوی ژمنتیاوې نه ترسره کوی ، چې پخپله له دغې نړیوالې ایټمی موافقې په یو اړخیز ډول وتلې اوددغې نړیوالې ایټمی موافقې خلاف ورزی ئې کړې ده ، حال دا چې اسلامی ایران د یوه الحاقی پروټوکول او سیف ګارډز هم خلاف ورزی نه ده کړې .
دایرن د ایټمی انرژۍ دادارې ویندوی ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی ایران له دوه ګوڼو سټنډرډونو سره مشکل لری زیاته کړې ، امریکایان ایټمی تاکتیکی وسلې آزموئی ، هیڅ قواعد اومقررات نه منی او د ایټمی آزموینو دجامع بندیز دکنونشنونو غړی هیواد هم نه دی ، په عین حال کې نور هیوادونه ګواښی .
دایران داسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو اروپائی لوری ته یو ځل بیا ګواښ کړی که په پاتې فرصت کې ، په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې خپلې ژمنې اجرا نه کړی ،نو اسلامی ایران به دریم ګام له دې لازیات محکم پورته کړی .