د ایران د چنګاښ د ۲۳ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83388-د_ایران_د_چنګاښ_د_۲۳_نیټې_ځینې_مطبوعات
کیهان په دې هکله په یوه مطلب کی لیکی چی نن د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې یوولسمه نیټه د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2019 08:09 Asia/Kabul
  • د ایران د چنګاښ د ۲۳ نیټې ځینې مطبوعات

کیهان په دې هکله په یوه مطلب کی لیکی چی نن د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې یوولسمه نیټه د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده.

 

کیهان

 

د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د ولایت د اسمان د اتم ځلانده ستوری  حضرت امام رضا علیه سلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت په خپل لومړی مخ د مبارکی ویلو تر څنګ د مشهد په سپیڅلی ښار کی د هغه حضرت د حرم مبارک یو ښکلې انځور چاپ کړی دی .

کیهان په دې هکله په یوه مطلب کی لیکی چی نن د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې یوولسمه نیټه د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده.

د رسول الله مبارک په پاکې کورنۍ کښې حضرت امام رضا علیه السلام د ۱۴۸ هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په یوولسمه نیټه په مدینه منوره کښې دنیا ته راغی.

د ځینو نورو اسلامي هیوادونو په شان د ایران د اسلامي جمهوریت خلک د نړۍ د مسلمانانو د اتم معصوم امام د ولادت د کلیزې په شپه او ورځ په مشهد مقدس ښار کښې د دوي د پاک حرم په شمول نورو مذهبي او سپيڅلو ځایونو کښې راغونډیږي او خوشالۍ کوي.

د خوشالۍ نمانځنې په دې مراسمو کښې د امام رضا علیه السلام د لوړ شخصیت په ستانه کښې شعرونه او مدحې ویل او هم داشان د شربتو او شیرینیو ویشل شامل دي.

 

د لبنان د حزب ا... غورځنګ مشر سید حسن نصر ا... وایی د ایران خبرداری ټرمپ په خپل ځای کښینوه .

په جبل الطارق کی د ایران د درول شوی تیلی کشتۍ درست پرسنل ازاد شول .

 ال سعود د یمن له جبۍ د وتلو لپاره د دغه هیواد د شیخانو لمن ونیوله .

 

جمهوری اسلامی

 

هم په خپل لومړی مخ د شمش الشموس ، انیست النفوس ثامن الحجج حضرت علی ابن موسی الرضا علیه سلام د نیکمرغه زوکړی مبارکی ویلی دی .

د عربستان ولیعهد بن سلمان د جنګ د ختمولو لپاره د یمن له انصار ا... غورځنګ عاجزانه غوښتنه کړی ده .

 

د افغانستان په جنوب کښې یو خبریال وژل شوی دی . د ګردیز د ځايي راډیو د خبرونو مسئول عبدالرشید جلال زي وویل چې د دغې راډیو د خبریال نادر شاه صاحب زاده مړی د ګردیز ښار د اطرافو په باغ پير سیمه کښې موندل شوی دی. د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې د دغه افغان خبریال د وژلې په تاییدولو سره د افغانستان د کورنیو چارو له وزارته وغوښتل چې د صاحب زاده وژونکي وپيژني او ویې نیسي.

دا په روان میلادي کال کښې په افغانستان کښې وژل کیدونکی اووم خبریال دی .

 

په پاکستان کی د مالیاتو د زیاتیدا په اعتراض کی تاجرانو کاربندیز کړی دی . په درست پاکستان کی تاجرانو او بازاریانو د مالیاتو د زیاتیدا او د بازار د خرابیدا په اعتراض کې کاربندیز کړی دی . خبری سرچینو  ویلی دی په کراچۍ ، اسلام اباد ، لاهور ، پیښور ، فیصل اباد ، ملتان ، نواب شاه اوڅو نورو وړو او سترو ښارونو کی زیاتره تجارتی مرکزونه تړل شوی دی . کاربندیز کونکی وایی د اسلام اباد حکومت بایدد نوی کال په بودجه کی د مالیاتو له زیاتیدا د تاجرانو اندیښنې لیرې کړی .

 

افغانستان کښې یو ترهګر امریکايي پوځي ووژل شو .

 

اطلاعات

 ښاغلی رحمانی فضلی وایی اسلامی ایران د خلکو په ملاتړ او ګډون سره بهترین امنیتی شرایط لری . د ایران د کورنیو چارو وزیر ښاغلی رحمانی فضلی  د دې خبرې په کولو سره چی دښمن تل د ایران  په اسلامی جمهوریت د ګوزار کولو په لټه کې دې ، زیاته کړه له اسلامی ایران سره د امریکا د دښمنۍ دلیل د هیواد پرمختګ ، پر سیمه ایزو معاملاتو اغیز شیندل ، حق غوښتنه اوله ټیکنالوجۍ خپله ونډه ده . ښاغلی رحمانی فضلی د ایران پرضد د امریکا د بایکاټونو په بی اغیزوالی په ټینګار سره جوته کړه ایران په ډیرو حوزو کی ځان بسیا ته رسیدلی دی .

 

د لبنان د حزب ا...  عمومی منشی سید حسن نصر ا... وویل د جنګ په بڼه کې به اسراییل د کاڼو وخت ته ورستون کړو .

 

د امریکا پارلیمان د حملې لپاره دټرمپ اختیارات محدود کړل .

 

د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس پخوانی مشر البرادعی وویل د ایران په وړاندی د امریکا سیاست له عقلانیت خالی دې .

ترکیه په سوریه کی له اماراتو او عربستان سره د پوځی نښتې ته نږدې شوی ده .

په سومالیه کی په یوه هوټل په حمله کی په ترهه ګره حمله کی ۲۶ کسان مړه او ۵۶ نور ژوبل شوی دی .

نیویارک ټایمز لیکی چی انصار ا... د یمن ویټ کینګ دې .

د کیوبا خارجه وزیر وایی جان بولټن د نړۍ د امنیت لپاره ستر ګواښ دې .

د امریکا پوځ وایی له افغانستانه د امریکایی عسکرو ژر ویستل سټراټیجیکه تیروتنه ده .

له قدرته د میرمن مرکل د وار مخکې څنګته کیدا احتما شته دی .

پاکستان او هندوستان د تاوتریخوالی د کمولو لپاره خبرې اترې پیل کړی دی .