اروپا دې د ظالمانه بندیزونو د ختمولو لپاره پر امریکې دباؤ واچوي
اسحاق جهانګیري: اروپايي هیوادونه دې په ایران باندې د دباؤ پر ځاې چې پر برجام ژمن دی، په امریکې دباؤ راوړي چې له ظالمانه بندیزونو لاس واخلي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر وړومبي مرستیال وویل: اروپايي هیوادونه دې په ایران باندې د دباؤ پر ځاې چې پر برجام ژمن دی، په امریکې دباؤ راوړي چې له ظالمانه بندیزونو لاس واخلي.
اسحاق جهانګیري نن په تهران کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د برجام په وجه باید د ایران د ولس خلاف هیڅ ډول بندیز ونه لګ، اروپایانو ته په خطاب کښې وویل: که غواړئ چې ایټمي موافقه وساتله شي نو باید په دغې نړیوالې موافقې کښې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړئ.
د ایران مرستیال ولسمشر په دې خبرې سره چې امریکایانو غیراخلاقي کار کړی دی او د نړیوالو حقوقو او ټولو اصولو په اپوټه له برجامه وتلې ده، وویل: ایران یو کال صبر وکړ او د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس هم په دې موده کښې بیا بیا وویل چې ایران په برجام کښې په خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی خو د دې نړیوالې موافقې نورو لورو په تیره بیا دریو اروپايي هیوادونو هیڅ ونه کړل او ایران مجبور شو چې خپلې ژمنې کمې کړي.
د ویلو ده چې د ایران اسالمي جمهوریت د برجام موافقې په لړ کښې د ژمنو د اجرا لپاره اروپایانو ته د ورکړي شپیته ورځني فرصت له ختمیدو وروسته، د ۳.۶۷ فیصدو له حده د یورانیمو د پخولو زیاتول پيل کړل.