د ایران توغندوی توانمنی او د امریکاخیالی خوبونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83454-د_ایران_توغندوی_توانمنی_او_د_امریکاخیالی_خوبونه
د ایران د اسلامی جمهوریت دحاکمیّت په درستو سویوکې د ایران د توغندوی اودفاعی توان په باب دخبرواترو موضوع سره کرښه اعلان شوې ده.په ایران کې دقدرت درستو اورګانونو په کرتو ټینګارکړی دی،د توغندوی توانمنیو پشمول د خپل قدرت جوړونکو مولفو په باب له یوه هیواد سره هم خبرې اترې نه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2019 12:00 Asia/Kabul
  •  د ایران توغندوی توانمنی او د امریکاخیالی خوبونه

د ایران د اسلامی جمهوریت دحاکمیّت په درستو سویوکې د ایران د توغندوی اودفاعی توان په باب دخبرواترو موضوع سره کرښه اعلان شوې ده.په ایران کې دقدرت درستو اورګانونو په کرتو ټینګارکړی دی،د توغندوی توانمنیو پشمول د خپل قدرت جوړونکو مولفو په باب له یوه هیواد سره هم خبرې اترې نه کوی .

 د ایران داسلامی جمهوریت خارجه و زیرد امریکا له این بی سی ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې دایران دتوغندوی توان او موضوع په باب داسې خبره کړې،چې دامریکا د ولسمشر او خارجه وزیر حک بک پاتیکیدا او سملاسی غبرګون  ئې په ځان پسې درلودلی دی .

 د ایران  خارجه وزیر محمدجواد ظریف له دغه امریکائی خبری چینل سره په خبرو کې  دایران دتوغندوی توان په باب دخبرواترو لپاره  دامریکا دغوښتنې په هکله وئیلی دی ،که امریکا  غواړی ، د توغندوی توان په باب خبره وکړی ،نو  په پیل کې باید  په سیمې  د وسلو خرڅلاؤ ودروی . 

ایسو شی ایټیډ پریسآژانس البته د محمدجواد ظریف دڅرګندونو په پوښښ کې مدعی شوی،د ایران خارجه وزیرله این بی سی ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې دخپل توغندوی قدرت  په باب  دخبرواترو لپاره د تهران دچمتووالی خبرورکړی دی .

  د ایران دخارجه وزیر د څرګندونو په دغه تحریف او ادعا پسې،دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او خارجه وزیرمایک پمپئو چې عملا د اختلاف اچونې او دنفسیاتی جنګ له لارې د اسلامی ایران  په کمزوری کولو پسې دی،د ایسو شی ایټیډپریس ادعا ئې دځان لپاره یو ډول بریا تعبیر کړې ده .

  دامریکا ولسمشرچې سپینې ماڼۍ ته د رسیدو له وخت راهسې ئې د ایران لپاره ډیرخیالی خوبونه لیدلی،د ایسو شی ایټیډپریس آژانس له ادعا وروسته  مدعی شوی ،د ایران  دموضوع په ارتباط ډیر زیات پرمختګ ترلاسه شوی دی .

Image Caption

 

  د ایران د اسلامی جمهوریت دحاکمیّت په درستو سویوکې د ایران  د توغندوی اودفاعی توان په باب  دخبرواترو موضوع  سره کرښه اعلان شوې ده.په ایران کې دقدرت درستو اورګانونو په کرتو ټینګارکړی دی،د توغندوی توانمنیو پشمول د خپل قدرت جوړونکو مولفو په باب  له  یوه هیواد سره هم خبرې اترې  نه کوی .   

 په همدې زمینې کې  په ملګروملتو کې د ایران نمایندګۍ  د تیرې سه شنبې په  شپه  دخپل توغندوی توان په باب دخبرواترو لپاره د ایران د چمتووالی په باب د ځینوخبری آژانسونو د ادعاؤ په غبرګون کې ټینګار کړی،د ایران د دفاعی او توغندوی پروګرام  په باب هیڅکله هم چا سره خبرې نه کوی .

Image Caption

 

په نیویارک کې  د ایران د خارجه وزیر د ډیپلوماټیک تګ راتګ  محدودول او دجواد ظریف د بندیز لپاره هڅه،د ایران د هوښیارې اوپه موقعې ډپیلوماسۍ داغیز شیندنې  او کارندوالی نښه ده چې  د ټرمپ  حکومت او د امریکا  خارجه وزارت ئې له ډیرو مشکلاتو او چیلنجونو سره مخامخ کړی دی .

 اوس د ایران د توغندوی توان په باب   دامریکا این بی سی چینل ته  دایران د خارحه وزیر د هوښیار او ځیرځواب تحریفول،د امریکا د خارجه وزارت منزوی کیدا نندارې  ته وړاندې کوی ، چې   دایران په وړاندې هم په میدانی ډګر کې  او هم په رسندوئی ډګر کې مغلوب شوی او لاره ترې ورکه شوې ده .

Image Caption

 

 د ایران د اسلامی جمهوریت توغندوی او دفاعی قدرت   د مقاومت او په ځان د باورئ نتیجه ده چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای  په تعبیر،  دایران دفاعی  او وړیامنې توانمنۍ ،  د سپیڅلی دفاع په پړاؤ کې له پردیو د زړونو آزادول او ددباؤنو نتیجه ده .

Image Caption