د ایران توغندوی توانمنی او د امریکاخیالی خوبونه
د ایران د اسلامی جمهوریت دحاکمیّت په درستو سویوکې د ایران د توغندوی اودفاعی توان په باب دخبرواترو موضوع سره کرښه اعلان شوې ده.په ایران کې دقدرت درستو اورګانونو په کرتو ټینګارکړی دی،د توغندوی توانمنیو پشمول د خپل قدرت جوړونکو مولفو په باب له یوه هیواد سره هم خبرې اترې نه کوی .
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه و زیرد امریکا له این بی سی ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې دایران دتوغندوی توان او موضوع په باب داسې خبره کړې،چې دامریکا د ولسمشر او خارجه وزیر حک بک پاتیکیدا او سملاسی غبرګون ئې په ځان پسې درلودلی دی .
د ایران خارجه وزیر محمدجواد ظریف له دغه امریکائی خبری چینل سره په خبرو کې دایران دتوغندوی توان په باب دخبرواترو لپاره دامریکا دغوښتنې په هکله وئیلی دی ،که امریکا غواړی ، د توغندوی توان په باب خبره وکړی ،نو په پیل کې باید په سیمې د وسلو خرڅلاؤ ودروی .
ایسو شی ایټیډ پریسآژانس البته د محمدجواد ظریف دڅرګندونو په پوښښ کې مدعی شوی،د ایران خارجه وزیرله این بی سی ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې دخپل توغندوی قدرت په باب دخبرواترو لپاره د تهران دچمتووالی خبرورکړی دی .
د ایران دخارجه وزیر د څرګندونو په دغه تحریف او ادعا پسې،دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او خارجه وزیرمایک پمپئو چې عملا د اختلاف اچونې او دنفسیاتی جنګ له لارې د اسلامی ایران په کمزوری کولو پسې دی،د ایسو شی ایټیډپریس ادعا ئې دځان لپاره یو ډول بریا تعبیر کړې ده .
دامریکا ولسمشرچې سپینې ماڼۍ ته د رسیدو له وخت راهسې ئې د ایران لپاره ډیرخیالی خوبونه لیدلی،د ایسو شی ایټیډپریس آژانس له ادعا وروسته مدعی شوی ،د ایران دموضوع په ارتباط ډیر زیات پرمختګ ترلاسه شوی دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت دحاکمیّت په درستو سویوکې د ایران د توغندوی اودفاعی توان په باب دخبرواترو موضوع سره کرښه اعلان شوې ده.په ایران کې دقدرت درستو اورګانونو په کرتو ټینګارکړی دی،د توغندوی توانمنیو پشمول د خپل قدرت جوړونکو مولفو په باب له یوه هیواد سره هم خبرې اترې نه کوی .
په همدې زمینې کې په ملګروملتو کې د ایران نمایندګۍ د تیرې سه شنبې په شپه دخپل توغندوی توان په باب دخبرواترو لپاره د ایران د چمتووالی په باب د ځینوخبری آژانسونو د ادعاؤ په غبرګون کې ټینګار کړی،د ایران د دفاعی او توغندوی پروګرام په باب هیڅکله هم چا سره خبرې نه کوی .
په نیویارک کې د ایران د خارجه وزیر د ډیپلوماټیک تګ راتګ محدودول او دجواد ظریف د بندیز لپاره هڅه،د ایران د هوښیارې اوپه موقعې ډپیلوماسۍ داغیز شیندنې او کارندوالی نښه ده چې د ټرمپ حکومت او د امریکا خارجه وزارت ئې له ډیرو مشکلاتو او چیلنجونو سره مخامخ کړی دی .
اوس د ایران د توغندوی توان په باب دامریکا این بی سی چینل ته دایران د خارحه وزیر د هوښیار او ځیرځواب تحریفول،د امریکا د خارجه وزارت منزوی کیدا نندارې ته وړاندې کوی ، چې دایران په وړاندې هم په میدانی ډګر کې او هم په رسندوئی ډګر کې مغلوب شوی او لاره ترې ورکه شوې ده .
د ایران د اسلامی جمهوریت توغندوی او دفاعی قدرت د مقاومت او په ځان د باورئ نتیجه ده چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای په تعبیر، دایران دفاعی او وړیامنې توانمنۍ ، د سپیڅلی دفاع په پړاؤ کې له پردیو د زړونو آزادول او ددباؤنو نتیجه ده .