د مینځنی ختیځ امنیت له بهره نه تامینیږی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83489-د_مینځنی_ختیځ_امنیت_له_بهره_نه_تامینیږی
زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سعودی عربستان ته د پینځه سوه (۵۰۰) پوځیانو داستولو په هکله د امریکا د چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ د مینځنی ختیځ سیمې امنیت له خارج څخه نشی تامیندلی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 19, 2019 12:36 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر ټرمپ په ایران د زیات دباو په راوستلو سره تهران خبرو اترو ته نشي مجبورولی .
    د امریکا ولسمشر ټرمپ په ایران د زیات دباو په راوستلو سره تهران خبرو اترو ته نشي مجبورولی .

زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سعودی عربستان ته د پینځه سوه (۵۰۰) پوځیانو داستولو په هکله د امریکا د چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ د مینځنی ختیځ سیمې امنیت له خارج څخه نشی تامیندلی .

جواد ظریف دامریکا له نیشنل اینټرسټ(National Interest )مجلې  سره په مرکه کښې چې نن خپره شوه وویل سعودی عربستان ته دامریکاد پینځه سوه (۵۰۰) عسکرو  استول یو (۱)بیلګه حرکت دی چې دهیڅ هیواد له امنیت سره مرسته نه کوی .

دایران خارجه وزیر جواد ظریف په دې خبرې سره چې دسیمې هیوادونه باید خپل امنیت د ملګرتیا او دسیمه اییزې ټولګې له لارې تامین کړی وویل په لویدیځې اسیا (مینځنی ختیځ )  کښې د امریکا شتون دسیمې له امنیت او یا ثبات سره مرسته نه کوی .

هغه دغه راز په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره د امریکا وسله والو مرستو ته په اشارې سره وویل هیڅ هیواد د ترهګرو ډلوپه وسلو سمبالولو سره دخلکو په مقاومت نشی بریالی کیدلی .

دایران دباندنیو چارو وزیر جواد ظریف په تهران د امریکا ددباونو په هکله هم وویل په ایران د زیات دباو د راوستلو کړچار دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ناروغه په وجه دی .

جواد ظریف ټینګار وکړ د امریکا ولسمشر ټرمپ په ایران د زیات دباو په راوستلو سره تهران خبرو اترو ته نشی مجبورولی .

هغه د اټومی تړون په وړاندې د اروپایی هیوادونو په ژمنو ماتولو نیوکو سره وویل که چیرې اروپا وغواړی خپلې ګټې تعقیب کړی باید بله لاره انتخاب کړی .