شیخ ابراهیم زکزاکی باید زر خوشی شی
-
د نایجریا حکومت او پوځ د امریکا د صهیونیسټ رژيم او دسعودي عربستان په ملاتړونو سره داډول جنایتونه ترسره کوي .
زمونږخبریال وایی د تهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد امامی کاشانی په زندان کښې د نایجریا د اسلامی غورځنګ د مشر شیخ ابراهیم زکزاکی د جسمی حالت په خرابیدا د اندیښنې په څرګندولو سره دهغه د خوشی کولو پرضرورت ټینګار وکړ .
د نایجریا داسلامی غورځنګ مشر شیخ ابراهیم زکزاکی له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې چې پوځ په زاریا ښار کښې دهغه په کور برید وکړ په زندان کښې دی .
شیخ زکزاکی او دهغه میرمنه د پوځ په دغه برید کښې ژوبل شول او د دوې دوه (۲) زامن او په سلګونو نور پیروان هم شهیدان شول .
شیخ زکزاکی همدا اوس ډاکټر او طبی درملنې ته د لاسرسی له امکان او کوم ارتباط لرلو پرته له خپلې ناروغه میرمنې سره یوځاې په زندان کښې دی .
دتهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد امامی کاشانی وویل د نایجریا حکومت او پوځ د امریکا د صهیونیسټ رژیم او دسعودی عربستان په ملاتړونو سره داډول جنایتونه ترسره کوی .
هغه دغه راز له اټومی موافقې د وتلو په شمول دامریکا د ولسمشر ټرمپ اقداماتو ته په اشارې سره وویل امریکا د ټرمپ د حکومت په وخت کښې په نړۍ کښې د خپل حقارت اوج ته رسیدلی ده .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد امامی کاشانی دایران لخوا داټومی تړون دژمنو کمول د اروپایی هیوادونو د ژمنو ماتولو ته یو(۱) ځواب وباله او ویې ویل اروپایان باید په خپلو ژمنو عمل وکړی ګڼی ایران به دخپلو ژمنو کمولو ته دوام ورکړی .
هغه دایران دتیلو دیوې(۱) کشتۍ په نیولو کښې د انګلستان دسمندری ځواک اقدام ته په اشارې سره وویل دبریطانیه دغه اقدام غیرقانونی او د نړیوالو قوانینو پرخلاف دی .