عراقچي: د ويانا غونډه رغانده وه
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير سياسي مرستيال وويل، په ويانا کښې د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن غونډه رغانده وه خو نه شي ويل کېدې چې هر څه هوار شول.
سيد عباس عراقچي پرون په ويانا کښې د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن د غېر معمولي غونډې له ختمېدو وروسته خبريالانو ته وويل، د برطانيې لخوا په جبل الطارق کښې د ايران د تېلو وړونکې کيشتۍ نيول د برجام ايټمي موافقې خلاف ورزي وه، خو په دې اړه خبرې اترې هم رغانده وې.
عراقچي واضحه کړه، نه شي ويل کېدې چې هر څه هوار شوي دي خو دا ويلې شوو چې په دغه غونډه کښې زياتې وعدې ورکړې شوې دي.
د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال دا خبره په ګوته کړه چې ايران به تر هغه وخته چې له ګټو يې ساتنه وشي په ايټمي موافقه کښې د خپلو ژمنو کمولو ته دوام ورکړي.
هغه زياته کړه، په دغه ناسته کښې ټاکل شوې وه چې د برجام کمېشن د تېرې غونډې په موافقو او غږملتياو بحث او څېړنه وشي.
د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال همدارنګ له دغې غونډې مخکښې په ويانا کښې د اروپائي اتحاديې د بهرني سیاست د مشرې له مرستيالې مېرمن هېلګا شمېډ او د روسيې او چين د پلاو له استازيو سره کتنه وکړه.
د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن غېر معمولي غونډه پرون د ايتوار په ورځ د فرانسې، برطانيې، جرمني او ايران په غوښتنه د ايران او څلور جمع يو ډلې يعنې جرمني، فرانسې، روسيې، چين او برطانيې د سياسي مرستيالانو او عمومي مديرانو په شتون او د اروپائي اتحاديې د استازيو په شتون سره د سيد عباس عراقچي او مېرمن هېلګا شمېډ په مشرۍ په ويانا کښې اوشوه.
د برجام د ګډ کمېشن مخکښېنۍ غونډه د تېر جون په اتويشتمه په ويانا کښې شوې وه.