ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83697-ورځپاڼو_ته_دکتنې_پروګرام
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې دلوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2019 08:07 Asia/Kabul
  • په جبل الطارق  اوبلاره کښې د ایران د تیلو د کشتۍ په نیولو کښې د انګلستان اقدام غیرقانوني دی او دلندن لپاره یې هیڅ ګټه نه ده لرلي .
    په جبل الطارق اوبلاره کښې د ایران د تیلو د کشتۍ په نیولو کښې د انګلستان اقدام غیرقانوني دی او دلندن لپاره یې هیڅ ګټه نه ده لرلي .

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې دلوستلو فرصت یې ولرئ .

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ګڼ چاپه ورځپاڼه ولولو .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله ا لعظمی سید علی خامنه ای په نړۍ کښې د ایران د ځوانانو د والیبال د ملی ټیم اتلوانو ته مبارکی وویله .

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د عمان له خارجه وزیر یوسف بن علوی سره په کتنې کښې وویل له اټومی تړون دامریکا وتل دسیمې د تاوتریخوالو جرړه ده .

حسن روحانی زیاته کړه ایران غواړی فارس خلیج او هرمز اوبلاره د کشتیو د تګ راتګ لپاره ډاډمنه لاره ووسی .

دایران او دڅلور جمع یوې ډلې د مدیرانو او د مرستیالانو په سویه د اټومی تړون د ګډ کمیسیون غونډه ترسره شوه .

په دغه غونډې کښې له ایران څخه وغوښتل شول د خپلو اټومی ژمنو د کمولو دریم (۳) ګام ترسره نکړی .

په دغه غونډې کښې د موجودو چارواکو څرګندونې ددې ښودنه کوی چې د اټومی تړون دګډ کمیسیون دغونډې ترسره کیدل د وخت له ضایع کولو پرته بل څه نه دی .

دامریکا ایسوسی ایټیډ پریس خبری اژانس ویلی دی د متحده عربی اماراتو کابو پینځه اویا (۷۵) پوځیان له یمن څخه وتلی دی .

د وینزویلا د سوشلیسټ ګوند د مشر مرستیال ډیوسډاډو کابیو د  ټولې لاتینی امریکا د کیڼ پالو سیاستوالانو او فعالانو په ټول کښې وویل وینزویلا ته د امریکا د سمندری ځواکونو د ورتلو احتمال شته خو د هغوې مشکل به له دغه هیواد څخه وتل وی .

د بحرین د ال خلیفه رژیم د عسکرو په لاس د دوو(۲) ځوانانو اعدامیدل د دغه هیواد دخلکو او د نړۍ دحکومتونو له پراخو اعتراضونو سره مخ شول .

د نایجریا حکومت چې د سعودی عربستان د وهابی رژیم تر سخت نفوذ لاندې دی اراده لری د  شیخ زکزاکی په مشرۍ دهیواد اسلامی غورځنګ ترهګره ډله اعلان کړی .

دامریکاولسمشر ډونالډ ټرمپ په ولسی جرګې کانګرس کښې د رابرټ مولر له ګواهۍ وروسته په ډیموکراټ ګوند باندې  په خپلو نویو نیوکو کښې ډیموکرات ګوند ناروغه او کرکجن وباله او د ولسی جرګې د څارنی او د اصلاحاتو د کمیټۍ مشر یې هم بدمعاش وباله .

د امریکا فارن پالیسې مجلې چې سپینې ماڼۍ ته نږدې ده دسوریې په ختیځ کښې له رقه ښار څخه چې اوس د امریکا او دکرد ملیشا ځواکونو په لاس کښې دی په یوه (۱) راپور کښې وویل ولسمشر بشار اسد ددغه ښار په وسیدونکو کښې زیات محبوبیت لری .

د امریکا د مسولانه فیډرال بودجې کمیټۍ خپلواکه ادارې وویل د ولسمشر ټرمپ د حکومت په وخت کښې به  ملی پورونه څلور(۴) اعشاریه یو(۱) ټریلیونه ډالروته ورسیږی .

اوس د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی په تهران کښې دعمان له خارجه وزیر یوسف بن علوی سره په کتنې کښې وویل په جبل الطارق  اوبلاره کښې د ایران د تیلو د کشتۍ په نیولو کښې د انګلستان اقدام غیرقانونی دی او دلندن لپاره یې هیڅ ګټه نه ده لرلی او بریتانیا به تاوان ووینی .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی په تلویحی توګه د کشمیر د مسلې په هکله هند ته ګواښ وکړ او ویې ویل د کشمیر په اړه د نوی ډیلی زیل (لجبازی )به دغه هیواد ته تاوان ورسوی .

د امریکا یو(۱) پوځی او غیر پوځی پلاوی  د سوریې په ختیځ کښې دیرالزور سیمې ته ورغی او دپلاوی غړیو  د کرد ملیشا ځواکونو د څیرې دښه کولو په هدف سره د سوریې دکرد میشته سیمو له ځایی مشرانو سره کتنه وکړه .

د عراق استخباراتی ادارې په یوه ()بې ساری او بریالی اقدام کښې د ورانکارو اقداماتو د ترسره کولو او د هیواد په بیلابیلو سیمو دحملو لپاره د ترهګرو یوه(۱) ستره دسیسه شنډه کړه او د څه دپاسه دوه سوه(۲۰۰) ترهګرو په نیولو سره یې دغه ګواښ شنډ کړ .

د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش امنیت شورا ته په یوه (۱) راپور کښې وویل دفلسطین دهغو ماشومانو شمیر چې په تیر میلادی کال کښې د صهیونیسټ رژیم په لاس شهیدان شول د تیرو څلورو(۴) کلونو په پرتله ترټولو لوړ حد ته رسیدلی دی . د

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا دخپلو ژبنی حملو په دوام کښې ډیموکراټ ګوند ناروغه ، کرکجن او بې خاصیته وباله .

د بحرین د ال خلیفه رژیم لخوا د دوو(۲) شیعه ځوانانو اعدامیدا د خلکو زیات اعتراضونه ځان پسې ولرل .

اروپایی اتحادیې په همدې ارتباط په یوې (۱) بیانیې کښې دبحرین د دوو (۲) ځوانانو اعدامیدل وغندل .

میډل ایسټ اینټرنیټ پاڼې ولیکل د لیبیا په ختیځ کښې د ملی پوځ په نوم د ملیشا ځواکونو د قومندان جنرال خلیفه حفتر ځواکونه له ماشومانو په طرابلس کښې د حکومت پرضد د جنګ لپاره ګټه پورته کوی .

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی ووویل له طالبانو سره د سولې د خبرواترو د پرمختګ په لړ کښې دګډې لارې د نقشې د رامینځته کولو لپاره د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد او د اشرف غنی سلامشورې دوام لری .

د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون د امریکا ولسمشر ټرمپ ته په وینا کښې وویل که چیرې د شمالی کوریا او دامریکا ترمینځ په خبرو کښې نرمښت ونه ښیی د شمالی کوریا وروستۍ توغندوی حملې ته په پام سره نور خوځښتونه د ترسره کیدا  په حال کښې دی .

ایکسپریس تخصصی پوځی مجلې وویل د ایران پوځی توان له انګلستان څخه زیات دی .

د یمن د انصار الله ځواکونو په بې ساری عملیاتو کښې د قاصف کی دوه (Qasefk2)په نوم د څو انتحاری بې پایلوټه الوتکو په الوت  او د زلزال یو (Zelzal-1)په نوم د څو توغندیو په ویشتلو سره په نجران ولایت نړیوال هوایی ډګر او د پوځ مرکز وویشت  او هغه یې ویجاړ کړل .

اوس به راشو دافغانستان چاپ ورځپاڼو ته چې له اینټرنیټ څخه مو راخیستی دی .

د مسیر ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلی، د ټاکنیزو سیالیو د لومړۍ ورځې سړه فضا او د امرالله صالح پر دفتر برید څه معنا لری؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، د امرالله صالح پر دفتر د برید ښکاره پیغام دا دی چې که سوله ونه شی، نو نه به ټاکنیز ټیمونه خوندی وی او نه به هم هغه خلک چې په ټاکنو او ټاکنیزو چارو کې ښکېل دی.

د سرمقالې د لیکوال په باور، د سولې د خبرو او هلو ځلو په سیوری کې سړې ټاکنیزې هڅې، له ټاکنو او ټاکنیزو چارو سره د خلکو نه لېوالتیا او لوړ امنیتی ګواښونه هغه څه دی چې باید سولې ته کار وشی او روانه جګړه ودرېږی.

د سرمقالې لیکوال لیکلی، له سولې پرته ټاکنې د درغلیو، فساد، وژنو، نا امنیو او ګډوډیو یوه ټولګه ده چې زمونږ ستونزې لا پراخوی او د حالاتو له سمون سره هېڅ ډول مرسته نه کوی.

دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، ملت باید کمپاینی ژمنې او عملی ژمنې وپېژنی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، ملت باید دا ځل د کاندیدانو په تشو او هوایی ژمنو باور ونه کړی، بلکې د هېواد وضعیت او امکاناتو ته په پام باید د داسې ټیم ملاتړ وکړی چې وعدې یې تشې او د هوا ګزول نه، بلکې عملی وی.

د سرمقالې د لیکوال په باور، که څه هم د راتلونکو ټاکنو په اړه لاهم شکونه موجود دی، ځکه له یوې خوا د سولې پروسه توده ده او له بلې خوا د ټاکنو پر پروسه او موجود حاکم ټیم شکونه اوج ته رسېدلی، نو معلومه نه ده چې ټاکنې به واقعاً وشی او که نه؟

د سرمقالې لیکوال لیکی، که څه هم اوسنی شرایط د ټاکنو پر ځای د سولې لپاره برابر دی، خو دا چې اوس د جمهوری ریاست ټاکنیز کمپاینونه عملاً پیل شول، نو په وینا یې، اړینه ده چې ملت او کاندیدان په ټاکنو کې د تقلب د مخنیوی په هدف سره یو موټی شی.

ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلی، ایا افغان ولس به همدومره بدمرغه وی چې تېر پنځه کلونه له ټولو وحشتونو سره بیا پرې تکرار شی؟

وړاندی په سرمقاله کې راغلی، یو څه چې ډېر روښانه دی، د ولسمشرۍ راتلونکی انتخابات که ترسره کېږی، د پایلو منل به یې ډېره ساده خبره نه وی، ځکه چې سر له اوسه د ولسمشرۍ زیاتره نوماندان د ولسمشر غنی پر کړنو نیوکې لری.

د سرمقالې لیکوال لیکلی، کومو نوماندانو چې تر پنجشنبې ورځې پورې حکومت ته ضرب الاجل ټاکلی چې یادې وروستۍ ګمارنې لغوه اعلان کړی او یا به دوی له انتخاباتو سره پرېکون کوی، دا د روانو ننګونو یو بل اړخ دی.

د سرمقالې د لیکوال په باور، که چېرې انتخابات روانو ستونزو سره سره ترسره کېږی، بیا به هم په لوی لاس انتخابات یوه ژور بحران ته درومی او نړېوال به د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په رڼا کې زمونږ د ولس برخلیک ټاکی.

هېواد ورځپاڼې هم د ټاکنیزو سیالیو په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، د قانون له مخې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دا د کاندیدانو اخلاقی دنده او ستر مسؤلیت دی چې د خپلو ټاکنیزو منډو تړو او کمپاینونو پرمهال د ټاکنیزو کمېسیونونو سپارښتنې او لارښوونې عملی کړی او د یو او بل کاندید پرضد له سپکو سپورو ډډه وکړی.