کاسپین د ملي امنیت له نظره د ایران لپاره ډیر مهم دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83721-کاسپین_د_ملي_امنیت_له_نظره_د_ایران_لپاره_ډیر_مهم_دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: کاسپین سمندر د ملي امنیت له لحاظه د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره ډیر د اهمیت لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 30, 2019 03:07 Asia/Kabul
  • کاسپین د ملي امنیت له نظره د ایران لپاره ډیر مهم دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: کاسپین سمندر د ملي امنیت له لحاظه د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره ډیر د اهمیت لري.

محمد جواد ظریف پرون د ایران د اسلامي شورا د استازو په ټول کښې د کاسپين سمندر د حقوقي رژیم د ټاکلو کنونشن ته په اشارې سره زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو ساتلو په ترڅ کښې، د خاورې او سمندري حدودو په بحث کښې له هیچا سره نرمي نه کوي.

د ایران خارجه وزیر د خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي امنیت په اهمیت باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا له دباؤنو سره سره، په میداني او نړیوال ډګر کښې د قدرت په اوج کښې دی.