دایران دریم ګام اروپایانو ته اخری فرصت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83762-دایران_دریم_ګام_اروپایانو_ته_اخری_فرصت_دی
زمونږ خبریال وایی د ایران دخارجه وزارت ویاند سید عباس موسوی دتهران دریم(۳) ګام په خپلو ژمنو د عمل کولو لپاره داټومی تړون لورو ته اخری شپیته(۶۰)ورځنی فرصت وباله او ویې ویل دایران اسلامی جمهوریت په کامل ډول د اټومی موافقې داجرا کولو هڅه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2019 01:51 Asia/Kabul
  • ایران اروپايي هیوادونو ته خبرداری ورکړ که چیرې په خپلو ژمنو عمل ونکړي تهران به دریم (۳) ګام په ډیر پیاوړي ډول ترسره کړي .
    ایران اروپايي هیوادونو ته خبرداری ورکړ که چیرې په خپلو ژمنو عمل ونکړي تهران به دریم (۳) ګام په ډیر پیاوړي ډول ترسره کړي .

زمونږ خبریال وایی د ایران دخارجه وزارت ویاند سید عباس موسوی دتهران دریم(۳) ګام په خپلو ژمنو د عمل کولو لپاره داټومی تړون لورو ته اخری شپیته(۶۰)ورځنی فرصت وباله او ویې ویل دایران اسلامی جمهوریت په کامل ډول د اټومی موافقې داجرا کولو هڅه کوی .

هغه پرون وویل که چیرې داټومی تړون مقابل لوری له ایران سره د تعامل غوښتونکی دی نو باید  اټومی موافقې  ته دداسې سند په توګه چې له دوې سره ورباندې موافقه شوی ده او دملګروملتونو دامنیت شورا لخوا تصویب شوی هم  ده مراجعه وکړی .

ایران د روان میلادی کال دمی په اتمه (۸) نیټه له اټومی تړون د امریکا د وتلو د اقتصادی پایلو د جبرانولو لپاره داروپا د وړاندیزی لارو چارو د ناکارندوالی له ثابتیتدا وروسته وویل د اټومی تړون د شپږویشتمو(۲۶) او د شپږدیرشمو(۳۶) مادو پراساس دخپلو اټومی ژمنو یوه(۱) برخه ځنډوی .

ایران اروپایی هیوادونو ته خبرداری ورکړ که چیرې په خپلو ژمنو عمل ونکړی تهران به دریم (۳) ګام په ډیر پیاوړی ډول ترسره کړی .