ایران د اټومی ژمنو دکمولو دریم ګام اجرا کوی
-
دا دایران داسلامي جمهوریت حق دی چې د اټومي ژمنو د اجرا کولو یا نه اجرا کولو په هکله فیصله وکړي .
زمونږخبریال وایی د ایران دباندنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل په اوسنیو شرایطو کښې به د ایران د اټومی ژمنو د کمولو دریم (۳) ګام اجرا شی . هغه په دې خبرې سره چې دا دایران داسلامی جمهوریت حق دی چې د اټومی ژمنو د اجرا کولو یا نه اجرا کولو په هکله فیصله وکړی وویل
د اټومی تړون د ګډ کمیسیون ټول غړی هیوادونه دغه نظر ته رسیدلی دی چې امریکا د ټولو کړکیچونو سبب شوی ده .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف ډاګینه کړه داټومی تړون له لاسلیک کیدا وروسته دایران غوښتنې له لومړیوڅخه معلومې او روښانه دی او تهران له اټومی تړون وراخوا هیڅ هیله نه ده لرلی او که چیرې دغه نړیوال تړون دنورو لورو هیوادونو لخوا په کامل ډول اجرا نشی نو ایران به هم په نیمګړی ډول دغه تړون اجرا کړی .
جواد ظریف د ایران د اټومی ژمنو د کمولو د دریم (۳) ګام داجرا کولو د لغوه کولو لپاره د څلور جمع یوې ډلې د ځینو غړو هیوادونو غوښتنې ته په اشارې سره وویل دا د ایران د اسلامی جمهوریت اختیار او واک دی چې په دې هکله فیصله وکړی او که چیرې داټومی تړون د خارجی لورو ژمنې اجرا نشی حتما به د تیرو اقداماتو په دوام کښې د اټومی ژمنو د کمولو دریم (۳)ګام هم اجرا شی .