لویدیځ هیوادونه د تورنو په مقام کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83840-لویدیځ_هیوادونه_د_تورنو_په_مقام_کښې_دی
زمونږخبریال وایی د ایران دقضایی قوې مشر حجت الاسلام سید ابراهیم رئیسی اسلامی ملتونه د بشری حقوقو د مدعیانو په مقام کښې وبلل او ویې ویل دغه لویدیځ هیوادونه دی چې د بشری حقوقو د تورنو(متهم ) په مقام کښې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 05, 2019 01:22 Asia/Kabul
  •  دسعودي عربستان ال سعود رژیم په سیمه کښې د نړیوال استکبار د ستراتیژۍ په سر کښې دی .
    دسعودي عربستان ال سعود رژیم په سیمه کښې د نړیوال استکبار د ستراتیژۍ په سر کښې دی .

زمونږخبریال وایی د ایران دقضایی قوې مشر حجت الاسلام سید ابراهیم رئیسی اسلامی ملتونه د بشری حقوقو د مدعیانو په مقام کښې وبلل او ویې ویل دغه لویدیځ هیوادونه دی چې د بشری حقوقو د تورنو(متهم ) په مقام کښې دی .

دایران دقضایی قوې مشر حجت الاسلام سید ابراهیم رئیسی پرون په تهران کښې د افغانستان د مشرانو جرګې له مشر فضل هادی مسلم یار سره په کتنې کښې وویل د بشری حقوقو په چارو کښې د اسلامی ملتونو د مدعی توب د اثبات لپاره داسلامی هیوادونو ملګرتیا ضروری ده .

د ایران دقضایی قوې مشر ابراهیم رئیسی د داعش په شان تکفیری او ترهګرې ډلې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم لخوا جوړې شوی وبللې او ویې ویل د تکفیری او دترهګرو ډلو له جوړولو د نړیوال استکبار هدف داسلامی هیوادونو د امنیت له مینځه وړل دی .

هغه وویل نن سبا دسعودی عربستان ال سعود رژیم په سیمه کښې د نړیوال استکبار د ستراتیژۍ په سر کښې دی او د یمن د مسلمانانو وینه د ال سعود په لاس او د امریکا په حکم او لارښونې سره تویږی .

دایران دقضایی قوې مشر حجت الاسلام سید ابراهیم رئیسی په دوام کښې د تهران او د کابل د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ایران او دافغانستان ترمینځ د لوړرتبه پلاویو د تبادلې دوام ډیر اغیزشیندونکی وباله او زیاته یې کړه د افغانستان ملت د نیواکګرانو او دنړیوال استکبار په مقابل کښې د مقاومت کولو په وجه یو(۱) سرلوړی ملت دی او د دښمانانو په مقابل کښې دمقاومت په زمینه کښې ځلانده کارنامه لری .

دافغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلم یار هم په دې خبرې سره چې هیواد یې د ایران داسلامی جمهوریت اقتدار او قوانینو ته زیات احترام کوی وویل افغانستان د هغو افغانانو چې په ایران کښې وسیږی د ایران د خلکو او د حکومت دکوربه توب او میلمستیا مننه کوی .