ایران او عراق په سیمه کښې د مقاومت چورلیز دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83862-ایران_او_عراق_په_سیمه_کښې_د_مقاومت_چورلیز_دی
په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار وویل: ترڅو چې ایران او عراق د یو بل ترڅنګ دي او د مقاومت جبهه شته، هیڅ قدرت یې په وړاندې د ودریدو توان نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2019 03:01 Asia/Kabul
  • ایران او عراق په سیمه کښې د مقاومت چورلیز دی

په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار وویل: ترڅو چې ایران او عراق د یو بل ترڅنګ دي او د مقاومت جبهه شته، هیڅ قدرت یې په وړاندې د ودریدو توان نه لري.

د ایرنا د خبر له مخې علي اکبر ولایتي پرون مازیګر په تهران کښې د عراق د النجباء غورځنګ له پلاوي سره په کتنه کښې څرګنده کړه: ایران او عراق په سیمه کښې د مقاومت د اغیزشیندونکي چورلیز په توګه په ملګرتیا او غږملتیا سره د داعش په شمول د ترهګرو ډلو به نابودولو کښې مهم رول لوبولی شي.

د معظم رهبر صلاحکار زیاته کړه: مونږ عراق ته د یو دوست او ورور هیواد په توګه ګورو او په عراق کښې د النجباء غورځنګ شتون ډیر مهم او ارزښتناک دی.

ښاغلي ولایتي د عراق د وزیراعظم مثبتو اقداماتو ته په اشارې او په دې خبرې سره چې النجباء غورځنګ د ټولو عراقي ډلو په مرستې سره توانیدلی چې له عراق څخه د امریکایانو او نورو بهرنیانو لاس لنډ کړي، څرګنده کړه: دا غورځنګ د مقاومت د جبهې یو اصلي چورلیز ګڼل کیږي چې پرې یې نښودل پردي، صهیونیسټان او د ارتجاع مثلث د عراق په کورنیو چارو کښې لاسوهنه وکړي او دا، د عراق د خلکو غوښتنه ده.

له دغې کتنې وروسته د عراق د النجباء غورځنګ د عمومي منشي مرستیال او ویاند هم وویل: د ایران او عراق د دواړو ولسونو ترمینځ د ورورولۍ اړیکه ډیره مضبوطه او په لوړه سویه ده او هیڅوک د دې دواړو هیوادونو ترمینځ ګډوډی نه شي رامینځته کولی.