دایران خارجه وزیر د هند حکومت ته تسلیت ووایه
-
د هندوستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره سوشما سواراج پرون په اوه شپیته (۶۷) کلنۍ کښې مړه شوه .
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران دباندنیو چارو وزیر جواد ظریف بیګا په یوه(۱) پیغام کښې د هندوستان دپخوانۍ خارجه وزیرې سوشما سواراج د مړینې په مناسبت ددغه هیواد ملت او حکومت ته تسلیت ووایه .
هغه د هند له ملت او حکومت سره دخواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې له خدای پاک ج څخه د پخوانۍ خارجه وزیرې میرمن سوشما سواراج لپاره د بخښنې غوښتنه وکړه .
دایران خارجه وزیر وویل ما د هندوستان په خارجه وزارت کښې د میرمن سوشما سواراج په وخت کښې له هغې سره ګټورې او ښې خبرې درلودلی دی .
د هندوستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره سوشما سواراج پرون په اوه شپیته (۶۷) کلنۍ کښې مړه شوه .
د هندوستان رسنیو د هغې د مړینې علت د زړه د دریدا ناروغۍ بللی ده .
هغه له ۲۰۱۴ میلادی کال څخه تراوسه پورې د هندوستان دلومړی وزیر ناریندرا مودی په حکومت کښې دبهرنیو چارو وزیره وه .