دبانکونو او دتیلو ملګرتیا دایران اصلی حقونه دی
-
هره ورځ په لسګونو کشتۍ له هرمز اوبلارې تیریږي او دایران ځواکونه له مقرراتو سره سم خپله څارنه کوي .
زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا د فرانسې له ولسمشر امانوئل ماکرون سره په ټیلی فونی خبرو کښې په اټومی تړون کښې دایران د ترټولو اصلی اقتصادی حقوقو په توګه له نورو هیوادونو سره د اسلامی ایران د تیلو او د بانکی ملګرتیاو او د اړیکو په بهیر کښې د چټکتیا لپاره دهڅې ضرورت ته په اشارې سره د عادلانه او له کارپیژندنې د ډکو حل لارو ته درسیدا په لاره کښې په وړاندیزونو دغور په دوام ټینګار وکړ .
دایران ولسمشر حسن روحانی په دغو ټیلی فونی خبرو کښې په تیرو میاشتو کښې ترسره شوی خبرې اترې مثبت او مخ په وړاندې ګام وباله او ویې ویل په اټومی تړون کښې د ژمنو له کمولو دایران هدف د تهران دګټو تامینول او ددغه مهمې موافقې د پایدارۍ او استحکام لپاره د نورو لورو د ژمنو اجرا کول دی .
دایران ولسمشر حسن روحانی دغه راز په فارس خلیج سیمه کښې د امریکا وروستیو تاوتریخوالی رامینځته کونکو اقداماتو ته په اشارې سره وویل له بده مرغه د تاوتریخوالو دکمولو او د پایداره ګډ ژوند لپاره د مساعدو شرایطو د رامینځته کولو لپاره د ایران او دفرانسې له هڅو سره په یووخت د امریکا لخوا دلمسونکو اقداماتو کتونکی یوو .
د ایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې سره چې تهران په هرمز اوبلاې او سیمه کښې د کشتیو په ازادۍ سره په تګ راتګ او امنیت ټینګار لری وویل هره ورځ په لسګونو کشتۍ له هرمز اوبلارې تیریږی او دایران ځواکونه له مقرراتو سره سم خپله څارنه کوی .
دفرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون هم په دغو ټیلی فونی خبرو کښې په اټومی تړون کښې لیکل شویو ژمنوته د پاریس په پاې بندۍ باندې بیا ټینګار سره وویل د لورو د منلو وړ نتیجې ته رسیدل او په اټومی تړون کښې د ایران دګټو تامینیدل د پاریس لپاره اهمیت لری .
دفرانسې ولسمشر دغه راز په بیلابیلو سیمه ییزو او نړیوالو موضوعګانو کښې مناسبو لارو چارو ته د رسیدا لپاره د ایران او دفرانسې د چارواکو او کارپیژاندو د سلامشورې لپاره دایران د ولسمشر حسن روحانی د وړاندیز هرکلی وکړ او په دې لړ کښې یې د تهران او دپاریس د ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ .