ایران د امریکې د زیاته غوښتنو په وړاندې ولاړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83925-ایران_د_امریکې_د_زیاته_غوښتنو_په_وړاندې_ولاړ_دی
د تهران د جمعې لمانځه خطیب: امریکا ونه توانیدله چې اسلامي انقلاب وپرزوي او په نړۍ کښې د دغه هیواد دبدبه ختمه شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2019 11:06 Asia/Kabul
  • ایران د امریکې د زیاته غوښتنو په وړاندې ولاړ دی

د تهران د جمعې لمانځه خطیب: امریکا ونه توانیدله چې اسلامي انقلاب وپرزوي او په نړۍ کښې د دغه هیواد دبدبه ختمه شوې ده.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب په دې خبرې سره چې ایران د امریکې د زیاته غوښتنو په وړاندې اودریدلی دی، ټینګار وکړ: امریکا ونه توانیدله چې اسلامي انقلاب وپرزوي او په نړۍ کښې د دغه هیواد دبدبه ختمه شوې ده.

آیت ا... محمد علي موحدي کرماني د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې امریکا د نړیوال استکبار څرګنده نمونه وبلله او ویې ویل: له نړیوالو تړونونو د امریکې وتل د دغه هیواد د لوظ ماتونې ځانګړنه ده.

آیت ا... موحدي کرماني هم داشان د جون په شلمه نیټه د امریکې د تیري کونکې بې پایلټه جاسوسي الوتکې په نسکورولو کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران اقدام ته په اشارې سره هم زیاته کړه: په سیمه کښې د ایران قدرت نن سبا ډیر زیات شوی دی او امریکا په ایران باندې د پوځي حملې توان نه لري.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د یمن کړکیچ او له دغه هیواده د اماراتي پوځیانو د وتلو موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل: سعودیان او اماراتیان د یمن د خلکو د مقاومت په وجه په دغه هیواد کښې ګیر شوې دي او له دغې جبې د وتلو لاره لټوي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب هم داشان د کشمیر د کړکیچ په هکله وویل چې د دغه کړکیچ لوري دې له صبر او زغمه کار واخلي.