تهران د یمن د محاصرې د ختمولو لپاره خپل کوششونه جاري ساتي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83974-تهران_د_یمن_د_محاصرې_د_ختمولو_لپاره_خپل_کوششونه_جاري_ساتي
د ایران د خارجه وزیر مرستیال: د ایران اسلامي جمهوریت به د یمن د کلابندۍ د ختمولو او دغه هیواد ته د انساندوستانه مرستو د لیږلو لپاره خپلو هلوځلو ته همهغه شان دوام ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2019 03:16 Asia/Kabul
  • تهران د یمن د محاصرې د ختمولو لپاره خپل کوششونه جاري ساتي

د ایران د خارجه وزیر مرستیال: د ایران اسلامي جمهوریت به د یمن د کلابندۍ د ختمولو او دغه هیواد ته د انساندوستانه مرستو د لیږلو لپاره خپلو هلوځلو ته همهغه شان دوام ورکړي.

په سیاسي چارو کښې د ایران د خارجه وزیر جګ پوړي مرستیال پرون مازیګر په تهران کښې د یمن د انصار الله غورځنګ د ویاند محمد عبدالسلام په کتنه کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به د یمن د کلابندۍ د ختمولو او دغه هیواد ته د انساندوستانه مرستو د لیږلو لپاره خپلو هلوځلو ته همهغه شان دوام ورکړي.

فارس خبري آژانس لیکلي چې علي اصغر خاجي په دغه کتنه کښې د یمن د کړکیچ لپاره له سیاسي حل لارې د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه ایران د اسټاکهلم له موافقې ملاتړ کوي.

هغه په دغه ملاقات کښې هم داشان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسټاکلهم د موافقې په وړاندې د خپلو ژمنو د بشپړې اجرا لپاره په سعودي ائتلاف باندې خپل دباؤنه زیات کړي.

په دغه کتنه کښې محمد عبدالسلام هم د یمن له خلکو د ایران د اسلامي جمهوریت د سیاسي او انساني ملاتړونو په قدرونې سره د اسټاکهلم د موافقې د اجرايي بهیر او د یمن د میداني او سیاسي بدلونونو د راتلونکي لرلید په هکله یو رپورټ وړاندې کړ.

د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند له دې مخکښې په تهران کښې د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره هم ملاقات کړی و.