نن خپل وطن ته د ایراني آزادګانو د ستنیدو کلیزه ده
د زمري د میاشتې شپږویشتمه نیټه اسلامي ایران ته په عراق کښې د اسیر شویو جنګیالیو د ستنیدو کلیزه ده.
د ۱۳۶۹ لمریز کال د اسد یا زمري د میاشتې په شپږویشتمه نیټه د ایران اسلامي جمهوریت د هغو سرلړو آزدګانو د شتون کتونکی و چې د عراق د بعث رژیم په ویرونکو زندانونو کښې د کلونو کلونو له اسارت وروسته د اسلامي ایران خاورې ته راورسیدل.
د کلونو کلونو سختو شکنجو له زغملو وروسته خپل هیواد ته د آزادګانو ستنیدل د دښمن په وړاندې د ایراني ولس د هوښیارانه مقاومت نتیجه وه.
د ایران اسلامي جمهوریت ته د آزادګانو او غازیانو ستنیدل هم داشان د ایران خلاف د بعث رژیم په اته کلن تپلي جنګ کښې د دښمنانو د زیاته غوښتنې په وړاندې په خپلو اصولو او ارمانونو باندې د ایرانیانو د اودریدنې او پایدارۍ یوه لاسته راوړنه ده.
په دې ورځ په اسلامي ایران کښې ځانګړې مراسم ترسره کیږي.