دامریکا اقدامات دسوریې دبې ثباتۍ عامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84087-دامریکا_اقدامات_دسوریې_دبې_ثباتۍ_عامل_دی
زمونږخبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو دوزارت ویاند عباس موسوی د سوریې په شمال ختیځ کښې د امن سیمې درامینځته کولو په هکله دامریکا دچارواکو څرګندونې او وروستۍ موافقې لمسونکی او د اندیښنې وړ وبللې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2019 01:01 Asia/Kabul
  • امریکا او ترکیه دسوریې په چارو کښې لاسوهني  او له ترهګرو ډلو سره زیاتې مرستې کوي .
    امریکا او ترکیه دسوریې په چارو کښې لاسوهني او له ترهګرو ډلو سره زیاتې مرستې کوي .

زمونږخبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو دوزارت ویاند عباس موسوی د سوریې په شمال ختیځ کښې د امن سیمې درامینځته کولو په هکله دامریکا دچارواکو څرګندونې او وروستۍ موافقې لمسونکی او د اندیښنې وړ وبللې .

هغه وویل دامریکا د حکومتی چارواکو داډول کړچارونه د بې ثباتۍ سبب دی او دسوریې په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې سربیره به په سیمه کښې د ناامنۍ درامینځته کیدا سبب هم شی .

عباس موسوی وویل د سوریې په شمال ختیځ کښې دامریکا کړچار د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او د قانونی واکمنۍ پرضد ښکاره تیری دی او هغه د ملګروملتونو دمنشور او دنړیوالو  حقوقو د اصولو پرخلاف هم ده .

امریکا او ترکیې چې تل دسوریې په چارو کښې لاسوهنی  او له ترهګرو ډلو سره زیاتې مرستې کوی څه موده مخکې په ترکیې کښې د ګډو عملیاتو دیوه(۱) مرکز د جوړولو لپاره د موافقې خبر ورکړ چې هدف یې دسوریې په شمال کښې  دامنه سیمې دجوړولو  په ارتباط د دواړو هیوادونو ترمینځ غږملتیا ده.