دامریکا اقدامات دسوریې دبې ثباتۍ عامل دی
-
امریکا او ترکیه دسوریې په چارو کښې لاسوهني او له ترهګرو ډلو سره زیاتې مرستې کوي .
زمونږخبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو دوزارت ویاند عباس موسوی د سوریې په شمال ختیځ کښې د امن سیمې درامینځته کولو په هکله دامریکا دچارواکو څرګندونې او وروستۍ موافقې لمسونکی او د اندیښنې وړ وبللې .
هغه وویل دامریکا د حکومتی چارواکو داډول کړچارونه د بې ثباتۍ سبب دی او دسوریې په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې سربیره به په سیمه کښې د ناامنۍ درامینځته کیدا سبب هم شی .
عباس موسوی وویل د سوریې په شمال ختیځ کښې دامریکا کړچار د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او د قانونی واکمنۍ پرضد ښکاره تیری دی او هغه د ملګروملتونو دمنشور او دنړیوالو حقوقو د اصولو پرخلاف هم ده .
امریکا او ترکیې چې تل دسوریې په چارو کښې لاسوهنی او له ترهګرو ډلو سره زیاتې مرستې کوی څه موده مخکې په ترکیې کښې د ګډو عملیاتو دیوه(۱) مرکز د جوړولو لپاره د موافقې خبر ورکړ چې هدف یې دسوریې په شمال کښې دامنه سیمې دجوړولو په ارتباط د دواړو هیوادونو ترمینځ غږملتیا ده.