اټومی تړون یو اړخیزه موافقه نه وه
-
امریکا د اټومي موافقې د خبرو اترو یو (۱) لوری وو او واشنګټن داټومي تړون په هکله خبرې کړي وې .
زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له اټومی تړون دامریکا له تاوتریخوالی په ډک او یواړخیزه ډول وتلو ته په اشارې سره وویل اټومی موافقه یواړخیزه تړون نه بلکې داسې موافقه وه چې د ملګروملتونو امنیت شورا تائید کړی وه .
جواد ظریف پرون له یورو نیوز ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل امریکا د اټومی موافقې د خبرو اترو یو (۱) لوری وو او واشنګټن داټومی تړون په هکله خبرې کړی وې .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف ټینګار وکړ که چیرې اروپایی اتحادیه له امریکا سره یوځاې یا له امریکا پرته فیصله وکړی چې په اټومی تړون کښې خپلې ژمنې اجرای کړی نو په څو ساعتونو کښې په کامل ډول داټومی موافقې اجرا کولو ته ورستنیدلی شو .
له اټومی تړون دامریکا په غیر قانونی ډول له وتلو وروسته له ایران سره د خبرو په بهیر کښې د اروپایی هیوادونو په ژمنو کښې یوه (۱) ژمنه چې تراوسه عملیاتی او عملی نه ده شوی د اینسټیکس ( Instrument in Support of Trade Exchanges ) اجرا کول دی .