اروپا دې په ایټمی موافقې کې پرخپلو ژمنتیاؤ عمل وکړی
جوادظریف په دې باب د جزیاتو له وړاندې کولو پرته چې د پاریس دمشرانو وړاندیزونه څه دی،ټینګار کړی،اروپا باید دایران لپاره د شرائطو د لاآسانولو لپاره لاره ولټوی ،حتی په داسې شرائطو کې چې امریکا نوره د نړ یوالې ایټمی موافقې غړی هیواد نه دی .
زمونږخبریال راپورراکړ داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جوادظریف له فرانس پریس آژانس سره په خصوصی خبرو کې د فرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون د وړاندیزونو په هرکلی سره ټینګار کړی ، د نړیوالې ایټمی موافقې په باب د تاؤتریخوالو دکمولو لپاره دفرانسې دولسمشر وړاندیزونه په سمې لارې روان دی ، خو باید لازیات کار ترسره شی .
جواد ظریف وئیلی که اروپا په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې پخپلو ژمنتیاؤ عمل وکړی ، نو ایران تیار دی ، له هغو ګامونو چې د خپلو ژمنتیاؤ د اجرا دکمولولپاره ئې پورته کړی دی ،بیرته راوګرځی .
داسلامی ایران خارجه وزیر روښانه کړې ده ، دفرانسې ولسمشر تیره اونۍ داسلامی ایران ولسمشر ته ځینی وړاندیزونه وړاندې کړی ،چې په سَمې لارې د تلو نښه ده .
جوادظریف په دې باب د جزیاتو له وړاندې کولو پرته چې د پاریس دمشرانو وړاندیزونه څه دی،ټینګار کړی،اروپا باید دایران لپاره د شرائطو د لاآسانولو لپاره لاره ولټوی ،حتی په داسې شرائطو کې چې امریکا نوره د نړ یوالې ایټمی موافقې غړی هیواد نه دی .
د ایران د خارجه وزیر او دفرانسې د ولسمشر ترمینځ مشورې له دې یوه ورځ مخکې شوی،چې ټاکل شوې آمانوئل ماکرون دامریکاد ولسمشر ډونالډټرمپ پشمول د جی اوه ډلې دغړو هیوادونو د درې ورځنۍ سرمشریزې کوربه شی .
وئیل کیږی ،دجامعې نړیوالې موافقې موضوع ، چې د ټرمپ حکومت یو کال مخکې ورځینی په یو اړخیز ډول وتلی،د جی اوه ډلې په سرمشریزې کې د بحث یوه اصلی موضوع وی .