ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام
-
د یوه حکومت (امریکا) او دیوې ډلې (طالبانو) ترمینځ موافقه قانوني بنسټ نلري .
د تهران راډیو ګرانو داینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوریدونکو ښې چارې اوس به ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړم هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
نن به لومړۍ دتهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .
امریکا دعراق د حزب الله ډلې دګواښ په مقابل کښې چې ویلی یې وو د حشد الشعبی ځواک د مرکزونو پرضد حملو ته به پریکنده ځواب ورکړی شاتګ وکړ او ادعا یې کړه په دغو بریدونو خواشینی ده .
د یوه (۱) انتقالی حکومت د جوړولو په هکله د امریکا او دطالبانو ترمینځ د موافقې له اعلانیدا سره په یووخت طالبانو د کابل ښار د لویدیځ د دروازې شاته له حکومتی عسکرو سره جنګونه وکړل .
په فرانسې کښې د جی اوه (G7) ډلې درې(۳) ورځنۍ غونډه د غړو هیوادونو د سختو اختلافاتو او د نړیوالیدا او د پانګونې دنظام د مخالفینو د مظاهرو د ترسره کیدا په مینځ کښې وشوه .
شمالی کوریا پرون دوه (۲) نور بلاسټیک توغندی وزمویل .
دامریکا ولسمشر ټرمپ د شمالی کوریا دغه نوی توغندوی ازموینې ته په غبرګون کښې ددغه ازموینې د عادی ښودلو په ترڅ کښې وویل دشمالی کوریا مشر کیم جونګ اون توغندوی ازموینې خوښوی .
دیمن په جنوب کښې د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو ترملاتړ لاندې د وسله والو کسانو او ګوډاګیانو ترمینځ جنګونه زیات شوی دی .
وروسته له دې چې چین دامریکا په شیانو د زیاتو مالیاتو دلګولو ګواښ ورکړ ولسمشر ټرمپ د امریکا په شرکتونو غږ وکړ له چین څخه ووځی .
دبریتانیا ټایمز ورځپاڼې وویل دداعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر بغدادی د پخوانی ولسمشر صدام حسین د جاسوسۍ ادارې یو(۱) پخوانی افسر« عبدالله قرداش» دخپل ځای ناستی په توګه ټاکلی دی .
د امریکا چارواکی په دې فکر کښې دی چې دبیا بیا ډزو په مقابل کښې د ښوونځیو د زده کونکو د ژوند ساتنې لپاره د میلیونونو ډالرو په لګولو سره د ډزو او دمرمیو ضد ښوونځی جوړ کړی او د ښوونځیو دننه مورچې او سنګرونه جوړ کړی .
دصهیونیسټ رژیم دپوځ د استخباراتی ادارې یوه(۱) چارواکی وویل دفلسطین حماس غورځنګ له یوی (۱) پوځی ډلې څخه په یوه(۱) ستر او منظم پوځ دبدلیدا په حال کښې دی .
دیمن د پوځ ویاند یحیی سریع په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې د فاطر یو او د ثاقب یو توغندوی سیسټم د مخ کتنې په ترڅ کښې وویل راتلونکی کال به د دافع هوا و د توغندوی سیسټم کال وی .
دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامی وویل ایران د بایکاټونو له سختیانو وتلی دی او په ټولو برخو کښې د هیواد داداره کولو توان لری او داسې کار به وکړی چې ټول دښمانان ایران ته محتاج ووسی .
دایران ددفاع وزیر ځای ناستی برید جنرال قاسصم تقی زاده وویل ایران د ټانک ضد توغندیو په شپږو (۶) جوړونکو هیوادونو کښې شامل دی او د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د لیونتوب په بڼه کښې به هغوې حیرانه کړی.
اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو .
امریکا چې څه موده وړاندې یې له روسیې څخه دایس څلور سوه(S-400) ډوله توغندوی سیسټم د اخیستلو لپاره د ترکیې د پښیمانه کولو لپاره انقرې ته د پاټریوټ( Patriot ) توغندیو د ورکولو وړاندیز کړی وو ددغه وړاندیز د مودې د ختمیدا په دلیل دغه توغندوی سیستم ترکیې ته ورنکړ .
د پاکستان ولسمشر عارف علوی د هندوستان مشرانو ته خبرداری ورکړ د جنګ دپیلیدا په بڼه کښې به نوی ډیلی ته چټک ځواب ورکړی .
د افغانستان د پروان ولایت ځایی چارواکو ددغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کښې د امریکا د زغرګاډو په کاروان د طالبانو د ځان وژونکی حملې خبر ورکړ .
دیمن پوځ او انصار الله غورځنګ د سعودی عربستان دائتلاف له هراړخیزه کلابندۍ او بایکاټونو سره سره د فاطر یو او دثاقب یو په نوم د پرمختللیو توغندوی سیسټمونو په جوړولو سره په رسمی ډول ددغو ستراتیژیکو وسلو دمحدودو تولیدونکو هیوادونو په فهرست کښې شامل شو .
دسوریې د ادلب ولایت په جنوب کښې د خان شیخون د مهم او ستراتیژیک ښار له ازادیدا وروسته دسوریې پوځ دغه راز دحماه ولایت دشمال په خوا کښې اللطامنه ، لطمین ، مورک ، معرکیه او کفر زیتا ښارګی هم ازاد کړل .
د جی ډی اوه (G7) ډلې د هیوادونو د مشرانو پینځه څلویښتمه (۴۰) غونډه په داسې حال کښې چې د اټومی تړون په شمول دنړیوالو مسائیلو پرسر اختلافاتو په هغې سیوری غوړولی دی له پرون څخه ددریو(۳) ورځو لپاره د فرانسې په جنوب لویدیځ کښې په بیاریټز(Biarritz) ساحلی ښار کښې کار پیل کړ .
دلبنان پخوانی ولسمشر امیل لحود په دې خبرې سره چې ځینو هیوادونو د خپلو هدفونو لپاره صهیونیسټ رژیم رامینځته کړ وویل که چیرې مقاومت وسلې ونلری لبنان خپله واکمنۍ له لاسه ورکوی .
دصهیونیسټ رژیم« هاارتص»په یوه(۱) راپور کښې ولیکل د عراق د الحشد الشعبی ډلې په مرکزونو د اسرائیلو وروستې هوایی حملو له امریکا سره د بغداد اړیکې کمزوری کړی دی .
د جنرال خلیفه حفتر په مشرۍ د لیبیا د ختیځ ځواکونو یوځل بیا د لیبیا دمرکزی حکومت دعسکرو پرضد خپل بریدونه پیل کړل .
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دخپل هیواد د پینځه اویا(۷۵)میلیارډه ډالرو په ارزښت شیانو باندې د چین لخوا د نویو مالیاتو لګول کیدا ته په غبرګون کښې د واشنګټن شرکتونو ته حکم ورکړ سمدستی له چین څخه ووځی .
اوس به دتهران چاپ همشهری ورځپاڼه وګورو .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف له فرانسې خبری اژانس سره په مرکه کښې د ولسمشر امانوئل مکرون د وړاندیزونو په هرکلی سره وویل که چیرې اروپا په اټومی تړون کښې په خپلو ژمنو عمل وکړی ایران هم چمتو دی له هغو ګامونو چې دخپلو ژمنو د کمولو لپاره یې پورته کړی دی بیرته ستون شی .
د امریکا د عسکرو د وتلو پرسر د موافقې د اعلانولو په هدف سره د امریکا او دطالبانو ترمینځ د خبرو اترو نهم (۹) پړاو دقطر په پلازمینې دوحې کښې روان دی او اټکل کیږی نن یا سبا دغه موافقه وشی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ د جی اوه (G7) ډلې د غونډې لپاره د ډیرو بریاو په اټکل سره وویل د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره د نظرونو له ځینو اختلافاتو سره سره له هغه سره ځانګړی اړیکه لری .
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د سولې احتمالی موافقې ته په اشارې سره چې هیله کیږی په راتلونکو څو ورځو د امریکا او دطالبانو ترمینځ لاسلیک شی وویل د یوه حکومت (امریکا) او دیوې ډلې (طالبانو) ترمینځ موافقه قانونی بنسټ نلری .
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوانی سلاکار انتونی اسکارا موچی ولسمشر ټرمپ یو (۱) لیونی سړی وباله چې شاته روان دی .
روسیې دوه (۲) نوی بلاسټیک توغندی ازمویلی دی .
عراق په بغداد کښې دامریکا شاډرز افیر برایان میک فیټرز احضار کړ او ټینګار یې وکړ عراق د اختلافاتو او دجنګونو لپاره کوم میدان او ډګر نه دی .
دعراق خارجه وزیر محمد علی الحکیم د امریکا شارډز افیر ته وویل بغداد په خپلو کورنیو چارو کښې دهر ډول لاسوهنې دمخنیوی لپاره په ټولو قانونی او ډیپلوماټیکو لارو چارو غور کوی .
د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ وویل د نړۍ داوو(۷) صنعتی هیوادونو د روان کال غونډه به پاییزه بیانیه ونلری او روان کال د حکومتونو ترمینځ د معلومو عملی ائتلافونو په جوړولو تمرکز دی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ د شمالی کوریا نوی توغندوی ازموینې ته په غبرګون کښې ادعا وکړه ددغه هیواد له ولسمشر ټرمپ سره واقعا ښې اړیکې لری .
اوس به دکابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم سرټکی له تاسو سره شریک کړو .
هېواد دولتی ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلی د خپلواکۍ جشن په داسې حال کې لمانځل کېږی چې افغان ولس د تاریخ دښمن د مغرضانه او تپل شوې جګړې له امله له ګڼو امنیتی، اقتصادی او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
لیکوال په افغان ولس غږ کړی چې د ټولو افغانانو ستر ملی او اسلامی رسالت دی چې په ملی یووالی او خپلواکۍ سره خپل پایښت تضمین او ډاډمن کړی.
د ملی ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی له خپلواکۍ نه په تشو او وږو نسونو لمانځنه کېږی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی، ویل کېږی چې د ازادی جشن لپاره حکومت ۳۴۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړی، په داسې حال کې چې د ولس له نیمایی زیاته برخه د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوی.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوی که چېرې دغه پیسې په کابل کې په یوه معیاری روغتون مصرف شوی وی، پر ځای اقدام به وی.
د ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلی د غمیزو او حماسو په بدرګه د خپلواکۍ یوه پېړۍ مزل.
وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې دا چې خپلواکۍ سل کاله تیریږی ، خو اوس چې دغه ورځ لمانځل کېږی پر افغان ولس د پردیو د پوځی ځواک شوم سیوری خپور دی.
د سرمقالې لیکوال وایی د دې یو دلیل دا دی چې افغان ولس د پردیو د یرغلونو په ماتولو کې بېساری دی، خو د خپلواکۍ په ساتلو کې د ډاډمن امن په ټینګولو کې ناکام دی.
انیس دولتی ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلی د زمری ۲۸ د افغانستان په تاریخ کې د عطف ورځ ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی سل کاله وړاندې افغانانو د غازی امانالله په مشرۍ په انګرېزی ښکېلاک باندې له درې خواوو بریدونه وکړل او دې تهیې مجبور کړ چې افغانستان ته خپلواکی ورکړی.
په سرمقاله کې یادونه شوې له داسې ورځې لمانځل د ملی ویاړونو راژوندی کول دی او د شهیدانو روح ته دعا او د اتلانو کارنامې ستایل دی.
د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د افغانانو ورک سرنوشت.
په سرمقاله کې راغلی دا چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره له شااوخوا ۱۰ میاشتو راهیسې د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرې روانې دی.
د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوی، لازمه ده چې افغان حکومت سیاستوال، سیاسی ګوندونه او شخصیتونه، مدنی ټولنې، ښځې او عام افغانان هم باید د خپل راتلونکی ورک سرنوشت په اړه سره یوځای، همغږی او په ګډه پر مخ ولاړ شی.
او د سرمقالې په پای کې راغلی دوی باید له یوه ادرسه او په واحدې اجنډا له طالبانو سره د سولې مېز ته کېنی او دغهراز امریکا هم وپوهوی چې په افغانستان کې پیل کړی ناورین باید پر بل ناورین پای ته ونهرسوی او هره پرېکړه او اقدام چې کوی، باید د افغانانو غوښتنې او دریځ په پام کې ونیسی.