دایران پوځ له ګواښونوس سره د مقابلې لپاره سناریوګانې لری
-
د باور درې سوه درې اویا( Bavar-373) توغندوي سیسټم دایران ترټولو مهمه ځايي توغندوي پروژه ده .
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ د غږملونکی مرستیال امیر البحر حبیب الله سیاری وویل وسله والو ځواکونو د دښمن له ګواښونو سره د مقابلې لپاره بیلابیلې سناریوګانې چمتو کړی دی .
هغه د ایران دپوځ مسولیت د هیواد داقتدار او د ځکمنۍ بشپړتیا دفاع کول وباله او زیاته یې کړه وسله وال ځواکونه په هیواد باندې د دښمن د تیری اجازه نه ورکوی .
د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ د غږملونکی مرستیال امیرالبحر حبیب الله سیاری ددښمانانو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د ایران داسلامی جمهوریت ددفاعی او پوځی توان په زیاتیدا ټینګار سره د باور درې سوه درې اویا ( Bavar-373) دافع هوا او توغندوی سیسټم نندرې ته په اشارې سره وویل هیڅ چا داسې باور نه کاوه چې دایران ځوانان دغه ټیکنالوژۍ لاس ته راوړی .
د باور درې سوه درې اویا( Bavar-373) توغندوی سیسټم چې د روان میلادی کال د اګست دمیاشتې په دوه ویشتمه (۲۲) نیټه نندرې ته وړاندې شو دایران ترټولو مهمه ځایی توغندوی پروژه ده .