امریکا دې په ایران د وسلود خرڅولو دبندیزغوښتنه نه کوي
دامریکا خارجه وزیر مائک پمپئو تیره اونۍ دملګروملتو دامنیت شورا په غونډې کې ددې خبرې په یادونې سره چې دایران په ضد د ملګروملتو د وسلو دبندیزونو دختمولو وخت د ۲۰۲۰کال په اکتوبر کې پای ته رسیږی ، له نړیوالې ټولنې غوښتی چې ددغو محدودیّتونو غوښتنه دې بیا تمدید کړی .د امریکا دغه غوښتنه د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د نورو لورو له سخت مخالفت سره مخ شوې ده .
سپوټنیک خبری آژانس راپورورکړی ،په آسټریا کې په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې استازی میخائیل اولیانوف دایران په ضد د وسلو پیرودلو دبندیزونو دتمدیدولو لپاره د امریکا په نوی غوښتنې سختې نیوکې کړی او وئیلی ئې دی ، امریکا ددغه شان پلان او غوښتنو له لارې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په کمزوری کولو پسې ده .
اولیانوف زیاته کړې ، چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې او د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په اساس، دایران په ضد دوسلو دپیرپلور بندیزونه د ۲۰۲۰کال په اکتوبر کې ختمیږی ، او په دغې فیصلې کې د بیا کتنې لپاره هیڅ دلیل نشته .