امریکا دې په ایران د وسلود خرڅولو دبندیزغوښتنه نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84250-امریکا_دې_په_ایران_د_وسلود_خرڅولو_دبندیزغوښتنه_نه_کوي
دامریکا خارجه وزیر مائک پمپئو تیره اونۍ دملګروملتو دامنیت شورا په غونډې کې ددې خبرې په یادونې سره چې دایران په ضد د ملګروملتو د وسلو دبندیزونو دختمولو وخت د ۲۰۲۰کال په اکتوبر کې پای ته رسیږی ، له نړیوالې ټولنې غوښتی چې ددغو محدودیّتونو غوښتنه دې بیا تمدید کړی .د امریکا دغه غوښتنه د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د نورو لورو له سخت مخالفت سره مخ شوې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 27, 2019 10:59 Asia/Kabul
  • امریکا دې په ایران د وسلود خرڅولو دبندیزغوښتنه نه کوي

دامریکا خارجه وزیر مائک پمپئو تیره اونۍ دملګروملتو دامنیت شورا په غونډې کې ددې خبرې په یادونې سره چې دایران په ضد د ملګروملتو د وسلو دبندیزونو دختمولو وخت د ۲۰۲۰کال په اکتوبر کې پای ته رسیږی ، له نړیوالې ټولنې غوښتی چې ددغو محدودیّتونو غوښتنه دې بیا تمدید کړی .د امریکا دغه غوښتنه د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د نورو لورو له سخت مخالفت سره مخ شوې ده .

 سپوټنیک خبری آژانس راپورورکړی ،په آسټریا کې  په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې استازی  میخائیل اولیانوف  دایران په ضد د وسلو پیرودلو  دبندیزونو دتمدیدولو لپاره د امریکا په نوی غوښتنې سختې نیوکې کړی او وئیلی ئې دی ، امریکا ددغه شان پلان او غوښتنو له لارې  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په کمزوری کولو پسې ده .

 اولیانوف زیاته کړې ،   چې  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې او  د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په اساس،  دایران په ضد دوسلو  دپیرپلور بندیزونه د ۲۰۲۰کال په اکتوبر کې  ختمیږی ، او  په دغې فیصلې کې د بیا کتنې لپاره هیڅ دلیل نشته .