ایران ، روسیه او ترکیه د سوریې په اړه غونډه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84263-ایران_روسیه_او_ترکیه_د_سوریې_په_اړه_غونډه_کوی
زمونږخبریال وایی دایران د روسیې او دترکیې مشران به د سپتمبر میاشتې په نیمایی کښې په انقرې کښې په یوې (۱) غونډې کښې د سوریې د بدلونونو په هکله خبرې وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2019 01:03 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې له ترهګرو سره سعودي عربستان، متحده عربي امارات، امریکا، انګلستان ، فرانسه ، بحرین ، اردن ، اسرائیل او ځینې نور عرب اواروپايي هیوادونه مرستې  کوي .
    په سوریې کښې له ترهګرو سره سعودي عربستان، متحده عربي امارات، امریکا، انګلستان ، فرانسه ، بحرین ، اردن ، اسرائیل او ځینې نور عرب اواروپايي هیوادونه مرستې کوي .

زمونږخبریال وایی دایران د روسیې او دترکیې مشران به د سپتمبر میاشتې په نیمایی کښې په انقرې کښې په یوې (۱) غونډې کښې د سوریې د بدلونونو په هکله خبرې وکړی .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په ماسکو کښې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل زه د سپتمبر د میاشتې په نیمایی کښې انقرې ته ورځم چې د ایران او دترکیې له ولسمشرانو سره د سوریې دکړکیچ د حل په  هکله خبرې وکړم .

د سوریې په هکله د ایران د روسیې او دترکیې د ولسمشرانو په پینځمې (۵) غونډې کښې به د انسانی ، د سیاسی او د میدانی شرایطو په شمول د سوریې  دکړکیچ په ټولو اړخونو غور وشی .

په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې مالی ،پوځی او استخباراتی مرستې سعودی عربستان، متحده عربی امارات، امریکا، انګلستان ، فرانسه ، بحرین ، اردن ، اسرائیل او ځینې نور عرب اواروپایی هیوادونه کوی .