امریکایان د ایراني ولس اقتدار ته تسلیم شوې دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوې درستیز په مختلفو برخو کښې د ایران پرمختګونو ته په اشارې سره وویل: امریکایان د ایران د ولس د اقتدار او مقاومت په وړاندې تسلیم شوې دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوې درستیز په مختلفو برخو کښې د ایران پرمختګونو ته په اشارې سره وویل: امریکایان د ایران د ولس د اقتدار او مقاومت په وړاندې تسلیم شوې دي.
جنرال باقري نن په تهران کښې وویل: د ایران ولس نن سبا په دفاعي او امنیتي برخه کښې په خپلې لارې باندې سرلوړی او مظبوط روان دی او د کوم جنګ د پيښیدو اجازه نه ورکوي.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له ایران سره د عراق د بعث رژيم د اته کلن جنګ په دوران کښې د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوال استکبار په وړاندې بریالی شو، څرګنده کړه: ایران د مقدسې دفاع له پړاؤ وروسته هم له ډیرو ستونزو سره سره وتوانیده چې د النصره او داعش ډلې په ترهګرو برلاسی شي.
هغه هم داشان د لبنان د حزب ا... خلاف د صهیونیسټي رژیم ۳۳ ورځني جنګ ته په اشارې سره وویل چې په دغه جنګ کښې حزب ا... د ایران د مقدسې دفاع د تجریو د انتقال ښودونکی دی.
جنرال باقري د یمن په خلکو باندې د سعودي ائتلاف بریدونو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د یمن خلک چې د عربستان د حملې په وړومبیو ورځو کښې کښې د ځان د دفاع لپاره هیڅ وسله نه درلودله، د ایران له اسلامي انقلابه په زده کړې سره، اوس لګیا دي توغندي او دافع هوا سیسټم جوړوي.