اسلامی ایران له امریکاسره هیڅ خبرې اترې نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84281-اسلامی_ایران_له_امریکاسره_هیڅ_خبرې_اترې_نه_کوی
د اسلامی ایران د ولسمشر ددفتر مشر محمود واعظی پرون ناوخته په تهران کې دخبریالانو په ټول کې دایران او فرانسې ترمینځ دخبرواترو پرمختګ ته په اشارې سره وئیلی دی ، روانه اونۍ به له ایرانه یو اقتصادی پلاوی فرانسې ته ولیږی څو دخبرواترو دجزیاتو په باب ورسره خبره وشی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 29, 2019 00:22 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران له امریکاسره هیڅ خبرې اترې نه کوی

د اسلامی ایران د ولسمشر ددفتر مشر محمود واعظی پرون ناوخته په تهران کې دخبریالانو په ټول کې دایران او فرانسې ترمینځ دخبرواترو پرمختګ ته په اشارې سره وئیلی دی ، روانه اونۍ به له ایرانه یو اقتصادی پلاوی فرانسې ته ولیږی څو دخبرواترو دجزیاتو په باب ورسره خبره وشی .

د ایران داسلامی جمهوریت مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی بیګا دایران  له لومړی ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې  په نزدې راتلونکی کې  دځینوله خوا د اسلامی ایران او امریکا د ولسمشرانو  دلیدوکاتوباندې  د مشتملو فضاجوړونو په باب ټینګار کړی ، ایران  له امریکا سره هیڅ دول خبرې اترې  نه لری .

 دایران مرستیال خارجه وزیر  ددې خبرې په کولو سره چې  یو هیواد هم  ددباؤنو په زیاتیدا سره  خبرواترو ته غاړه نه کیږدی ، روښانه کړې ، دایران دریځ روښانه دی  او که امریکا د ایران په ضد بندیزونه  ختم کړی ، نو د ۵+۱ډلې په چوکاټ کې  ورسره دخبرواترو امکان موجود دی .

 عراقچی په دې خبرې په ټینګار سره چې  د ایران او امریکا ترمینځّ  هیڅ ډول خبرې نه کیږی ،ووئیل ،حتی  کله چې فرانسې  دایران خارجه وزیر ته بلنه ورکړه  د جی  اوه ډلې  له غونډې سره په یووخت  فرانسې ته ورشی ،  د ایران شرط دا ؤ چې  له ا مریکائی لوری سره   هیڅ ډول  خبرې او لیده کاته ونشی . دایران داسلامی جمهوریت د غه ډیپلوماټ  وئیلی ،  له اروپایانو سره  دایران خبرې اترې  روانې دی او  له دغو خبرواترو موخه او د ایران  غوښتنې هم مشخصې دی .  داپه  داسې حال کې دی چې  داسلامی ایران د ولسمشر ددفتر مشر محمود واعظی  پرون ناوخته په تهران کې دخبریالانو په ټول کې  دایران او فرانسې ترمینځ  دخبرواترو پرمختګ ته په اشارې سره وئیلی دی ، روانه اونۍ به له ایرانه یو اقتصادی پلاوی  فرانسې ته ولیږی څو  دخبرواترو  دجزیاتو په باب  ورسره خبره وشی .