اسلامی ایران له امریکاسره هیڅ خبرې اترې نه کوی
د اسلامی ایران د ولسمشر ددفتر مشر محمود واعظی پرون ناوخته په تهران کې دخبریالانو په ټول کې دایران او فرانسې ترمینځ دخبرواترو پرمختګ ته په اشارې سره وئیلی دی ، روانه اونۍ به له ایرانه یو اقتصادی پلاوی فرانسې ته ولیږی څو دخبرواترو دجزیاتو په باب ورسره خبره وشی .
د ایران داسلامی جمهوریت مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی بیګا دایران له لومړی ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې په نزدې راتلونکی کې دځینوله خوا د اسلامی ایران او امریکا د ولسمشرانو دلیدوکاتوباندې د مشتملو فضاجوړونو په باب ټینګار کړی ، ایران له امریکا سره هیڅ دول خبرې اترې نه لری .
دایران مرستیال خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې یو هیواد هم ددباؤنو په زیاتیدا سره خبرواترو ته غاړه نه کیږدی ، روښانه کړې ، دایران دریځ روښانه دی او که امریکا د ایران په ضد بندیزونه ختم کړی ، نو د ۵+۱ډلې په چوکاټ کې ورسره دخبرواترو امکان موجود دی .
عراقچی په دې خبرې په ټینګار سره چې د ایران او امریکا ترمینځّ هیڅ ډول خبرې نه کیږی ،ووئیل ،حتی کله چې فرانسې دایران خارجه وزیر ته بلنه ورکړه د جی اوه ډلې له غونډې سره په یووخت فرانسې ته ورشی ، د ایران شرط دا ؤ چې له ا مریکائی لوری سره هیڅ ډول خبرې او لیده کاته ونشی . دایران داسلامی جمهوریت د غه ډیپلوماټ وئیلی ، له اروپایانو سره دایران خبرې اترې روانې دی او له دغو خبرواترو موخه او د ایران غوښتنې هم مشخصې دی . داپه داسې حال کې دی چې داسلامی ایران د ولسمشر ددفتر مشر محمود واعظی پرون ناوخته په تهران کې دخبریالانو په ټول کې دایران او فرانسې ترمینځ دخبرواترو پرمختګ ته په اشارې سره وئیلی دی ، روانه اونۍ به له ایرانه یو اقتصادی پلاوی فرانسې ته ولیږی څو دخبرواترو دجزیاتو په باب ورسره خبره وشی .