روسیه د نړیوالې ایټمی موافقې په باب د فرانسې ددریځ ملاتړ کوی
داپه داسې حال کې دی چې د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم له دې مخکې دفرانسې له ولسمشر آمانوئل مکرون سره په کتنې کې وئیلی وو ، که اروپائی اتحادیه له امریکا سره یو ځای یا له امریکا پرته فیصله وکړی چې په نړیوالې موافقې کې خپلې ژمنې اجرا کوی ،نو په څو ساعتونو کې دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې اجرا ته بیرته ګرځو .
سپوټنیک خبری اژ انس راپور ورکړ د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف پرون ناوخته له خپل هندی همڅنګ ویدش مانتری سره له خبرواترو وروسته ووئیل د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې داحیاء لپاره د فرانسې دولسمشر آمانوئل مکرون د نوښت ملاتړ کوی .
لاوروف زیاته کړې ، د روسیې ت او فرانسې د ولسمشرانو ترمینځ د تیرې اونۍ په کتنې کې دنړیوالې ایټمی موافقې په زمینې کې له بندونه د وتلو دلاروچارو په باب خبرې شوی او پوتین په دې زمینې کې د مکرون دپلان ملاتړ کوی .
دروسیې خارجه وزیر ټینګار کړی ، دجامعې نړیوالې موافقې داحیاء کولو په باب دمکرون نوښت به که پخپله د ایران پشمول درست لوری ئې ومنی ، نو بریالی وی . او ماسکو په دې زمینې کې مثبتو نتیجو ته درسیدو لپاره تیاره ده .