امریکا له ایران سره دخبرو لپاره اټومی تړون ته ستنه شی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84295-امریکا_له_ایران_سره_دخبرو_لپاره_اټومی_تړون_ته_ستنه_شی
زمونږخبریال وایی دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن د مالیزیا په پلازمینې کوالا لامپور کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې په دې خبرې ټینګار سره چې امریکا اوس هم دایران پرضد د اقتصادی ترهګرۍ د اعمالولو په حال کښې ده وویل که چیرې امریکا له ایران سره خبرې کول غواړی باید اټومی تړون ته ورستنه شی ، ددغه تړون درنښت وکړی او مادی یې هم اجرا کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2019 09:45 Asia/Kabul
  • ایران دامریکا له چارواکو سره د کتنې او دخبرواترو غوښتونکی نه دی .
    ایران دامریکا له چارواکو سره د کتنې او دخبرواترو غوښتونکی نه دی .

زمونږخبریال وایی دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن د مالیزیا په پلازمینې کوالا لامپور کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې په دې خبرې ټینګار سره چې امریکا اوس هم دایران پرضد د اقتصادی ترهګرۍ د اعمالولو په حال کښې ده وویل که چیرې امریکا له ایران سره خبرې کول غواړی باید اټومی تړون ته ورستنه شی ، ددغه تړون درنښت وکړی او مادی یې هم اجرا کړی .

هغه وویل دایران لپاره له امریکا سره تعامل او خبرې اترې امکان نلری مګر داچې واشنګټن د ایران د ملت پرضد اقتصادی ترهګرۍ او دجنګ ورتپل بند کړی .

دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف  له ولسمشر حسن روحانی سره د کتنې لپاره دامریکا د ولسمشر ټرمپ وړاندیز ته په اشارې سره ډاګینه کړه ایران دامریکا له چارواکو سره د کتنې او دخبرواترو غوښتونکی نه دی بلکې له نتیجې سره یوځاې په  اغیز شیندونکی کتنې پسې دی .