دایران اټومی فعالیتونه په قدرت سره دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84297-دایران_اټومی_فعالیتونه_په_قدرت_سره_دوام_لری
زمونږخبریال وایی دایران د اټومی انرژۍ دادارې مشر علی اکبر صالحی نن دتهران په لویدیځ کښې په البرز ولایت کښې په یوشمیر دستورو کښې وویل په ټولو حوزو کښې دایران اټومی فعالیتونه په قدرت سره دوام لری او دغه فعالیتونه هیڅکله نه دی دریدلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2019 10:06 Asia/Kabul
  • اسلامي انقلاب  د استکباري تفکر په وړاندې یو(۱) خنډ جوړ شوی  او دنورو ملتونو د هوښیارۍ او د ویښتیا زمینه یې برابره کړي ده .
    اسلامي انقلاب د استکباري تفکر په وړاندې یو(۱) خنډ جوړ شوی او دنورو ملتونو د هوښیارۍ او د ویښتیا زمینه یې برابره کړي ده .

زمونږخبریال وایی دایران د اټومی انرژۍ دادارې مشر علی اکبر صالحی نن دتهران په لویدیځ کښې په البرز ولایت کښې په یوشمیر دستورو کښې وویل په ټولو حوزو کښې دایران اټومی فعالیتونه په قدرت سره دوام لری او دغه فعالیتونه هیڅکله نه دی دریدلی .

هغه وویل په ټول قوت او قدرت سره د ایران داټومی فعالیتونو دوام سبب شوی دی چې دامریکا ولسمشر ټرمپ دایران اټومی تړون د امریکا دتاریخ ترټولو بد تړون ونوموی .

دایران داټومی انرژۍ دادارې مشر علی اکبر صالحی په نړۍ کښې دایران مقام ته په اشارې سره وویل د مینځنی ختیځ سیمه د ایران له ارادې او رول لوبولوپرته د نظر وړ بڼه نشی خپلولی او ایران د مینځنی ختیځ د اوس او د راتلونکی وخت یو(۱) فیصله کونکی هیواد دی .

هغه ډاګینه کړه له نړۍ سره د ایران د اسلامی جمهوریت مشکل ددغه مسلې په سر دی چې اسلامی انقلاب  د استکباری تفکر په وړاندې یو(۱) خنډ جوړ شوی  او دنورو ملتونو د هوښیارۍ او د ویښتیا زمینه یې برابره کړی ده .