ایران به دنورو په اندازه نړیوالې ایټمی موافقې ته پابند وی
د ایران خارجه وزیر په کوالالامپور کې له خبریالانو سره په خبرو کې هم وئیلی دی،که امریکا دخبرواترو غوښتونکی وی،باید په پیل کې د ۲۰۱۵کال ایټمی موافقې ته دې داحترام په سترګه وګوری او اجرا ته دې ژمن شی .
داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف جامعې نړیوالې ایټمی موافقط ته د پابندپاتیکیدا لپاره ددغې نړیوالې ایټمی موافقې د نورو لورو د غوښتنې په ترڅ کې وئیلی دی ، دایران اسلامی جمهوریت به دغې نړیوالې ایټمی دنورو لورو په اندازه پابنده وی .
جواد ظریف د ملایشیا له خبری چینل سره په خصوصی مرکې کې له امریکا سره دخبرواتروشرط،دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې ژمنتیاؤ ته ددغه هیواد احترام بللی دی .
د ایران خارجه وزیرددې خبرې په کولو سره چې دملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په سویه دګډون لپاره د ستمبر په وروستیو کې نیویارک ته سفر وکړی ، زیاته کړې ، امریکا پابنده ده چې دملګروملتو غړی هیوادونه، په نیویارک کې د دغې موسسې په فعالیتونو کې شریک وګڼی .
همداراز د ایران خارجه وزیر په کوالالامپور کې له خبریالانو سره په خبرو کې هم وئیلی دی،که امریکا دخبرواترو غوښتونکی وی،باید په پیل کې د ۲۰۱۵کال ایټمی موافقې ته دې داحترام په سترګه وګوری او اجرا ته دې ژمن شی .
جواد ظریف ددې خبرې په کولو سره چې امریکا دایران دملت په ضد اقتصادی جنګ ته مخه کړې ده،ټینګار کړی،له امریکایانو سره دخبرواترو هیڅ امکان نشته،مګر دا چې دوی دایران د ولس په ضد د اقتصادی ترهه ګرۍ او جنګ له تپلو لاس په سر شی .