امریکا دنړۍ دترهه ګرو حکومتونو په سر کې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84327-امریکا_دنړۍ_دترهه_ګرو_حکومتونو_په_سر_کې_ده
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همدرااز دکشمیر د مسلمانانو په وضعیّت دخپګان په څرګندولو سره ټینګار وکړ، له هندی حکومته تمه لرو ، دهند د مسلمان ولس په وړاندې دې منطقی سیاست ولری او ددغې سیمې له مسلمانانو سره دې د زور خبره ونه کړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2019 11:09 Asia/Kabul
  • امریکا دنړۍ دترهه ګرو حکومتونو په سر کې  ده

د تهران د جمعې لمانځه خطیب همدرااز دکشمیر د مسلمانانو په وضعیّت دخپګان په څرګندولو سره ټینګار وکړ، له هندی حکومته تمه لرو ، دهند د مسلمان ولس په وړاندې دې منطقی سیاست ولری او ددغې سیمې له مسلمانانو سره دې د زور خبره ونه کړی

زمونږخبریال راپور راکړ د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت ا... سید احمد خاتمی دخپلو خطبو په دوام کې په دې خبرې په ټینګار سره چې  امریکا  د  نړۍ د ترهه ګرو حکومتونو په سر کې ده وئیلی دی ، په سیمې کې د ترهه ګرو  ډلو  په پنځولو  دامریکائی چارواکو  له اعتراف سره سره ، ډیره د شرم خبره ده چې دوی  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې خبره هم کوی .

 آیت ا... احمد خاتمی  په ۱۹۸۱کال کې  د وخت لومړی وزیر  او ولسمشر د شهادت  کلیزې او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې  ملی ورځې ته په اشارې سره  ووئیل ، ایران دترهه ګرۍ تر ټولو ستر قربانی دی .

نن داګست دیرشمه نیټه  ،  د منافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ په لاس په ۱۹۸۱کال کې د  ایران د وخت ولسمشر  محمد علی رجائی او لومړی وزیر محمدجواد باهنر سره دیو شمیر حکومتی کابینې غړو د شهادت  او  په ایران کې  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې ملی ورځ ده.

 دتهران د جمعې لمانځه خطیب  زیاته کړې ، دامریکا حکومت په داسې حال کې  دلبنان له حزب ا...  دیمن له انصار ا...، دعراق  الحشد الشعبی  ولسی غورځنګونه ترهه ګر ګڼی ، چې  دغه ځواکونه  په سیمې کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لومړنۍ کرښې کې دی.

 آیت ا... خاتمی همداراز  په لبنان د صهونیسټ رژیم وروستیو تیریو ته  اشاره کړې او وئیلی ئې د ی،  دغه یرغلونه  د صهیونیسټ رژییم د هغه تیریګر خوی بیانونکی دی ، چې باید ورسره مقابله  وشی.

 د تهران د جمعې لمانځه خطیب  همدرااز  دکشمیر د مسلمانانو  په وضعیّت دخپګان په څرګندولو سره  ټینګار وکړ،  له هندی حکومته تمه لرو ،  دهند د مسلمان ولس په وړاندې دې منطقی سیاست ولری او ددغې سیمې له مسلمانانو سره دې  د زور خبره ونه کړی .

Image Caption