امریکا دنړۍ دترهه ګرو حکومتونو په سر کې ده
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همدرااز دکشمیر د مسلمانانو په وضعیّت دخپګان په څرګندولو سره ټینګار وکړ، له هندی حکومته تمه لرو ، دهند د مسلمان ولس په وړاندې دې منطقی سیاست ولری او ددغې سیمې له مسلمانانو سره دې د زور خبره ونه کړی
زمونږخبریال راپور راکړ د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت ا... سید احمد خاتمی دخپلو خطبو په دوام کې په دې خبرې په ټینګار سره چې امریکا د نړۍ د ترهه ګرو حکومتونو په سر کې ده وئیلی دی ، په سیمې کې د ترهه ګرو ډلو په پنځولو دامریکائی چارواکو له اعتراف سره سره ، ډیره د شرم خبره ده چې دوی له ترهه ګرۍ سره دمبارزې خبره هم کوی .
آیت ا... احمد خاتمی په ۱۹۸۱کال کې د وخت لومړی وزیر او ولسمشر د شهادت کلیزې او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې ملی ورځې ته په اشارې سره ووئیل ، ایران دترهه ګرۍ تر ټولو ستر قربانی دی .
نن داګست دیرشمه نیټه ، د منافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ په لاس په ۱۹۸۱کال کې د ایران د وخت ولسمشر محمد علی رجائی او لومړی وزیر محمدجواد باهنر سره دیو شمیر حکومتی کابینې غړو د شهادت او په ایران کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې ملی ورځ ده.
دتهران د جمعې لمانځه خطیب زیاته کړې ، دامریکا حکومت په داسې حال کې دلبنان له حزب ا... دیمن له انصار ا...، دعراق الحشد الشعبی ولسی غورځنګونه ترهه ګر ګڼی ، چې دغه ځواکونه په سیمې کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لومړنۍ کرښې کې دی.
آیت ا... خاتمی همداراز په لبنان د صهونیسټ رژیم وروستیو تیریو ته اشاره کړې او وئیلی ئې د ی، دغه یرغلونه د صهیونیسټ رژییم د هغه تیریګر خوی بیانونکی دی ، چې باید ورسره مقابله وشی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همدرااز دکشمیر د مسلمانانو په وضعیّت دخپګان په څرګندولو سره ټینګار وکړ، له هندی حکومته تمه لرو ، دهند د مسلمان ولس په وړاندې دې منطقی سیاست ولری او ددغې سیمې له مسلمانانو سره دې د زور خبره ونه کړی .