اروپاد نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو د هڅو ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84330-اروپاد_نړیوالې_ایټمی_موافقې_د_ساتلو_د_هڅو_ملاتړ_کوی
دایران اسلامی جمهوریت خبرداری ورکړی ، د اروپایانو د لټۍ اوسستۍ په بڼه کې دستمبر له شپږمې نیټې به د خپلو ایټمی ژمنتیاؤ د کمولو لپاره دریم ګام هم پورته کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 31, 2019 00:39 Asia/Kabul
  • اروپاد نړیوالې ایټمی موافقې  د ساتلو د هڅو ملاتړ کوی

دایران اسلامی جمهوریت خبرداری ورکړی ، د اروپایانو د لټۍ اوسستۍ په بڼه کې دستمبر له شپږمې نیټې به د خپلو ایټمی ژمنتیاؤ د کمولو لپاره دریم ګام هم پورته کړی .

روئیټرز خبری اژانس راپور ورکړ  د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی  پرون ناوخته  دفنلینډ په هلسینکی کې  داروپائی  هیوادونو دخارجه وزیرانو دغیر رسمی  ناستې  په ځای کې  دخبریالانوپه ټول کې وئیلی دی ، بروکسل  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  دساتلو لپاره  دهلوځلو په دوام سره ،  ددغې نړیوالې  ایټمی  موافقې   د ساتنې  او اجرا  لپاره د هرډول پرمختګ  هرکلی کوی .

 میرمن موګرینی زیاته کړې ، دما دنده  د موافقو دبشپړ اجرا  ساتل دی ، خو  که ټاکل شوی  وی ، نور اقدامات هم  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  پهاسا او دهغې دبشپړولو لپاره  ترسره شی ،نو اروپائی اتحادیه ئې  هرکلی کوی .

 د انګلستان ،فرانسې ، اوجرمنی خارجه وزیرانو  بیګا  دفنلینډ  په هلسینکی کې  سره غونډه کړې  څو  له ایران سره  دایټمی نړیوالې موافقې دساتلو دلاروچارو په باب  سره مشورې وکړی .

 په دغې غونډې کې میرمن موګرینی  او د  دانګلستان، فرانسې اوجرمنی  لوړپوړو استازو چې  په فرانسې کې د جی اوه ډلې له سرمشریزې څو ورځې وروسته ترسره شوی ، د جی اوه ډلې  په سرمشریزې کې  مطرح شوی موردونه ئې  وارزول .

  دایران اسلامی جمهوریت خبرداری ورکړی ، د اروپایانو د لټۍ  اوسستۍ  په بڼه کې  دستمبر له شپږمې نیټې به  د  خپلو ایټمی  ژمنتیاؤ د کمولو لپاره  دریم ګام  هم پورته کړی .