IAEAد ایران د یورانیمود اندازې زیاتیدا تائيد کړه
داسلامی ایران حکومت په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې مقابل اروپائی لوری ته خبرداری ورکړی که پخپلو ژمنو کې لټۍ ته دوام ورکړی ،نو ایران به د ستمبر په شپږمه د خپلو ا یټمی ژمنتیاؤ دکمولو لپاره دریم ګام هم پورته کړی .
فارس خبری آژانس راپورورکړ د ایټمی انرژۍ نړیوال آژانس پرون پخپلې یو ې اعلامیې کې وئیلی دی ، دایران د پخو شوو یورانیمو اندازه دوه سوه یو څلویښت کلوګرامو ته رسیدلې ده چې په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې له ټاکل شوې اندازې ۲۰۲کلوګرامو ډیره زیاته ده .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوی ، همدااراز په ایران کې د یورانیمو د پخولو فی صدی هم له څارونکی درې اعشاریه اوه شپیته فی صدی اندازې زیاته شوې او څلور اعشاریه پنځو فی صدو ته رسیدلې ده .
دایټمی انرژۍ نړیوال آژآنس له دغه مرجع نړیوال آژانس سره د ایران په موقعې اوبشپړ ملګرتیا باندې ټینګار کړی دی .
دا د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په باب د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس شپاړسم راپور دی .
آژانس پخپلو مخکینیو پنځلسو راپورونو کې ، دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په مادو کې خپلو ژمنو ته دایران بشپړ پابندی تائید کړې ده .
داپه داسې حال کې دی چې داسلامی ایران حکومت په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې مقابل اروپائی لوری ته خبرداری ورکړی که پخپلو ژمنو کې لټۍ ته دوام ورکړی ،نو ایران به د ستمبر په شپږمه د خپلو ا یټمی ژمنتیاؤ دکمولو لپاره دریم ګام هم پورته کړی .