د ژمنې په بدل کښې ژمنه دایران ستراتیژۍ ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84368-د_ژمنې_په_بدل_کښې_ژمنه_دایران_ستراتیژۍ_ده
ایران پریس خبری اژانس راپور ورکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت ویاند علی ربیعی نن په خپل اونیز خبری کانفرنس کښې په دې خبرې سره چې د ژمنې په مقابل کښې ژمنه په اټومی تړون کښې دایران ستراتیژۍ ده وویل په اټومی موافقې کښې د اروپا د ژمنو داجرا په بڼه کښې به ایران ددغه تړون په کامل ډول اجرا ته ورستون شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2019 09:56 Asia/Kabul
  • که چیرې اروپايي لوری د خپلو ژمنو د پوره کولو وس نلري نو تهران د خپلو اټومي ژمنو دکمولو دریم (۳) ګام پورته کوي .
    که چیرې اروپايي لوری د خپلو ژمنو د پوره کولو وس نلري نو تهران د خپلو اټومي ژمنو دکمولو دریم (۳) ګام پورته کوي .

ایران پریس خبری اژانس راپور ورکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت ویاند علی ربیعی نن په خپل اونیز خبری کانفرنس کښې په دې خبرې سره چې د ژمنې په مقابل کښې ژمنه په اټومی تړون کښې دایران ستراتیژۍ ده وویل په اټومی موافقې کښې د اروپا د ژمنو داجرا په بڼه کښې به ایران ددغه تړون په کامل ډول اجرا ته ورستون شی .

هغه په دې خبرې سره چې داروپا د اټومی ژمنو داجرا لپاره په فنی بحثونو غور روان دی وویل فرانسې ته د ایران د مرکزی بانک له مشر او د تیلو د وزارت له استازیو سره یوځاې د خارجه وزیر د سیاسی چارو دمرستیال سید عباس عراقچی سفر د اروپایی لوری د ژمنې د اجرا کولو د رودې په دوام کښې دی .

علی ربیعی ټینګار وکړ باید دایران تیل واخیستل شی او داسې چارې غوره شی چې  پیسو ته لاسرسی وشی او هغه ایران ته ورستنې شی .

دایران دحکومت  ویاند علی ربیعی د تهران د اټومی ژمنو د  کمولو د دریم (۳) ګام نهایی هدف په دغه تړون کښې د نورو لورو د ژمنو په کامل ډول اجرا کول دی وویل دایران اسلامی جمهوریت تراوسه د اټومی تړون د شپږویشتمې(۲۶) او د شپږدیرشمې (۳۶) مادې پراساس دخپلو اټومی ژمنو کمول اعلان کړی دی .

علی ربیعی په دې خبرې ټینګار سره چې په اټومی تړون کښې د لورو هیوادونو د مسولیتونو ترمینځ یو(۱) انډول ټینګ شی وویل که چیرې اروپایی لوری په اټومی موافقې کښې د خپلو ژمنو د پوره کولو وس نلری یا ورته ګروهنه نلری نو تهران د خپلو اټومی ژمنو دکمولو دریم (۳) ګام پورته کوی .