پاریس کښې د ایران او فرانسې ترمینځ مذاکرات وشول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84383-پاریس_کښې_د_ایران_او_فرانسې_ترمینځ_مذاکرات_وشول
د ګډ اقدام د جامع پروګرام یا ایټمي موافقې د پیاوړتیا د لارو چارو د څیړنې په موخه د ایران او فرانسې د ماهرو پلاویو خبرې اترې پرون په پاریس کښې وشوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2019 03:06 Asia/Kabul
  • پاریس کښې د ایران او فرانسې ترمینځ مذاکرات وشول

د ګډ اقدام د جامع پروګرام یا ایټمي موافقې د پیاوړتیا د لارو چارو د څیړنې په موخه د ایران او فرانسې د ماهرو پلاویو خبرې اترې پرون په پاریس کښې وشوې.

په پاریس کښې د سید عباس عراقچي په مشرۍ د ایران ا و د فرانسې د کارپوهانو د پلاویو د پرون سهار او مازیګر په خبرواترو کښې د برجام د پياوړتیا په هکله د ایران او فرانسې د ولسمشرانو ترمینځ د مطرح شوي نوښت د پرمخ بیولو لپاره د احتمالي سناریوګانو جزئیات وجاجول شول.

په ایټمي موافقه کښې د ایران د غوښتنو او ګټو د پوره کیدو طریقه د دغو خبرواترو اصلي موضوع وه.

د مذاکراتو په پاې کښې وټاکله شوه چې دواړه لوري په دغو پروګرامونو باندې د کوټلي کار د دوام په ترڅ کښې له نورو اړوندو لورو سره هم خپلې سلامشورې زیاتې کړي او په مختلو کچو له یوبل سره دوامدارو خبرواترو ته دوام ورکړي.