له امریکاسره دوه اړخیزې خبرې اترې هیڅکله هم مطرح نه دی
ډاکټر روحانی ددې خبرې په کولو سره چې د امریکا د دسیسې په مقابل کې د ایران سټراټژی د عقلانی تدبیر ا و دانقلابی صبر سټراټژی ده ،روښانه کړې ، دایران اسلامی جمهوریت په دغې سټراټژۍ سره په نړیوال ډګر کې یوازې نه پاتیکیږی او توانیدلی امریکا منزوی کړی .
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن دایران په اسلامی شورا کط د دایران د ښونې اوروزنې او د کلتوری میراث،ټوریزم او لاسی صنائعو د وزیرانو دصلاحیّت د ارزونې په غونډې کې داخلی مقاومت او فعاله ډیپلوماسی دایران د حکومت سټراټژی وبلله او وې وئیل داسلامی انقلاب دښمنان ښه پوهیږی ، چې دایران په ضد دامریکا تپلی اقتصادی جنګ به هم د دیرش کاله مخکې تپلی پوځی جنګ په څیر هیڅ نتیجه ورنکړی .
ډاکټر روحانی ددې خبرې په کولو سره چې د امریکا د دسیسې په مقابل کې د ایران سټراټژی د عقلانی تدبیر ا و دانقلابی صبر سټراټژی ده ،روښانه کړې ، دایران اسلامی جمهوریت په دغې سټراټژۍ سره په نړیوال ډګر کې یوازې نه پاتیکیږی او توانیدلی امریکا منزوی کړی .
داسلامی ایران ولسمشر ټینګار کړی ، نن سبا امریکا او دهغې متحدان یوازې پاتې دی او دایران ملت ځان د نړۍ د ملتونو او حتی د سترو حکومتونو ترڅنګ وینی .
حسن روحانی همدرااز په دې خبرې په ټینګار سره چې دسټراټژیک صبر له یو کال وروسته ، د ایران له خوا د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ژمنتیا د کمیدا سیاست پیل شوی دی ، ووئیل که اروپا په نړیوالې ایټمی موافقې کې پر خپلو ژمنوعمل ونه کړائ شی ، نو اسلامی ایران به په چورلټ ډول په دغې موافقې کې دخپلو ژمنتیاؤ د کمولو دریم ګام هم په ټاکلی وخت پورته کړی .