له امریکاسره دوه اړخیزې خبرې اترې هیڅکله هم مطرح نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84391-له_امریکاسره_دوه_اړخیزې_خبرې_اترې_هیڅکله_هم_مطرح_نه_دی
ډاکټر روحانی ددې خبرې په کولو سره چې د امریکا د دسیسې په مقابل کې د ایران سټراټژی د عقلانی تدبیر ا و دانقلابی صبر سټراټژی ده ،روښانه کړې ، دایران اسلامی جمهوریت په دغې سټراټژۍ سره په نړیوال ډګر کې یوازې نه پاتیکیږی او توانیدلی امریکا منزوی کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2019 09:56 Asia/Kabul
  • له امریکاسره دوه اړخیزې خبرې اترې هیڅکله هم مطرح نه دی

ډاکټر روحانی ددې خبرې په کولو سره چې د امریکا د دسیسې په مقابل کې د ایران سټراټژی د عقلانی تدبیر ا و دانقلابی صبر سټراټژی ده ،روښانه کړې ، دایران اسلامی جمهوریت په دغې سټراټژۍ سره په نړیوال ډګر کې یوازې نه پاتیکیږی او توانیدلی امریکا منزوی کړی .

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی  نن  دایران په اسلامی شورا کط د  دایران د ښونې اوروزنې او د کلتوری میراث،ټوریزم  او لاسی صنائعو د  وزیرانو دصلاحیّت د ارزونې په  غونډې کې  داخلی مقاومت او فعاله ډیپلوماسی  دایران د حکومت سټراټژی وبلله او وې وئیل  داسلامی انقلاب دښمنان ښه پوهیږی ، چې  دایران په ضد دامریکا  تپلی اقتصادی جنګ به هم د دیرش کاله مخکې تپلی پوځی جنګ په څیر  هیڅ نتیجه ورنکړی .

 ډاکټر روحانی  ددې خبرې په کولو سره چې د  امریکا د دسیسې په مقابل کې د ایران سټراټژی  د عقلانی تدبیر ا و  دانقلابی صبر  سټراټژی ده ،روښانه کړې ،  دایران اسلامی جمهوریت  په دغې سټراټژۍ سره  په نړیوال ډګر کې  یوازې نه پاتیکیږی او  توانیدلی  امریکا منزوی کړی .

 داسلامی ایران ولسمشر  ټینګار کړی ،  نن سبا امریکا او دهغې متحدان یوازې پاتې دی  او دایران ملت ځان د نړۍ د  ملتونو او حتی د سترو حکومتونو ترڅنګ وینی .

 حسن روحانی همدرااز په دې خبرې په ټینګار سره چې دسټراټژیک صبر له یو کال وروسته ، د ایران له خوا د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د ژمنتیا د کمیدا سیاست پیل شوی دی ، ووئیل که اروپا په نړیوالې ایټمی موافقې کې پر خپلو ژمنوعمل ونه کړائ شی ، نو  اسلامی ایران به په چورلټ ډول  په دغې موافقې کې  دخپلو ژمنتیاؤ د کمولو دریم ګام هم په ټاکلی وخت پورته کړی .